نړۍ

ایران له اټومي تړونه د وتلو او يورانيمو د غني کولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۸ل): ایران وايي، له امريکا او نړيوالې ټولنې سره اټومي تړون نور دوی ته د منلو نه دی او تر دې وروسته يې د يورانيمو د غني کولو اعلان وکړ.

د ایران وزيرانو شورا په خپلې وروستۍ پرېکړه کې ويلي، چې د قاسم سليماني له وژنې وروسته دوی د اټومي تړون منلو ته ژمن نه دي او تر دې وروسته به دوی د يورانيمو د غني کولو او زېرمه کولو بشپړ واک ولري، خو دا يې هم نه دي ويلي، چې د يورانيمو د غني کولو کار به کله پيل کړي.

د يوارنيمو د غني کولو د اعلان سربېره ایران وايي، تر دې وروسته به هم د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ څارونکې ادارې سره مرسته کوي.

ایران دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې امريکا د تېرې جمعې په ورځ د عراق پلازمېنې بغداد کې د ايران القدس ځواکونو مشر قاسم سليماني په يوه برید کې وواژه.

له دغې پېښې وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ لفظي ناندرۍ زياتې شوي او په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنې زياتې شوي دي.

د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۵ کال د ایران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ اټومي هوکړه شوې وه، خو د ۲۰۱۷ په لومړيو کې، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، له ایران سره شوی اټومي تړون يې د امريکا پر زيان وباله او په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.

که ایران له اټومي تړونه ووځي او د يورانيمو د غني کولو چارې پيل کړي، پر ایران به لګيدلي بنديزونه نور هم زيات شي او په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنې شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x