افغانستان

کابل: دولتي ځواکونو پخوانی جهادي قوماندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په خیرخانه کې دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د جمعیت ګوند غړی او پخوانی جهادي قوماندان «امر ستار» له څو نورو کسانو سره یو ځای وژلی.

د طلوع نیوز په حواله، امر ستار د جمعیت ګوند غړی وو او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له «دولت جوړوونکې» ډلې خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

راپور زیاتوي، امر ستار د یو بل ملګري په کور کې مېلمه وو، چې د ملي امنیت ځواکونو ورباندې برید وکړ او نوموړی یې له یوه زوی او درې نورو کسانو سره یو ځای وواژه او دوه تنه نور کسان یې له ځانه سره  یووړل.

د پېښې شاهدان وایي، د ملي امنیت ځواکونو چې کله په کور برید وکړ، له دننه لوري هیڅ مقاومت ورسره نه دی شوی.

یاده دې وي، چې امر ستار خپلسري وسله وال فعالیتونه کول او په سیمه کې په چور او چپاول مشهور وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x