نوښتګر شاعر محمد عليم بسمل

ژمنی غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

راشه منصور مې کړه زړګی مې واخله تيار په دار درته راغلی يمه
بس لکه پاڼه غوندې سر په سيړۍ په يوه پښه رازړيدلاي يمه

څو ورزې باد به خامخا رادرومې داسږ کال ژمی به جوړه تيروو
دانتظار په چت دلاندي په څير اشنا ټوک ټوک رازړيدلاي يمه

زه خو دحسن احترام لرمه دزړه قبلې ته پښې نه غزوم
دښکلو نوم بې اوداسه نه اخلم ستا دليمو په وړاندې غلی يمه

زړه مې سپوږمۍ ده زه اسمان غوندې يم شوم ستوری ستوری سترګې سترګې درته
خداي‌دقيامت کړي چې در ولويږمه عشق دې بې داره زړولای يمه

ددنياعشق دتوپ ډنډې لوبه بې فايدې منډې بې فايدې ټکيدل
بسمله هيچاهم ګټلې نه ده زه يې تل سيل ته دريدلاي يمه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د