روغتیا

کوم یو یې بدن لپاره ډیر ګټور دی، د شپې او که د ورځې غسل کول؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د نړۍ په شاوخوا کې ځینې خلک کار ته له تلو وړاندې او ځینې د ورځني له سخت کار وروسته حمام اخلي، خو د غسل کولو لپاره غوره وخت کوم یو دی، او د سهار یا د شپې لامبلو ګټې څه دي؟

په ورځني ژوند کې د بېلا بېلو اندیښنو او بوختیاو، لکه کار، مطالعه او داسې نور.. د انسان په ژوند کې غسل کول اړین ګرځولی دی. غسل کولو مزاج ښه کوي او د انسان اندیښنې کموي.

په دې اړه د جرمني خبري ویبپاڼې (ټي انلاین) راپور ښيي چې د غسل کولو وخت د یوه شخص څخه بل ته توپیر لري، کوم چې ددې ګټو په اړه ګڼ شمېر پوښتنې راپورته کوي، ځکه چې د هر وخت غسل خپلې ګټې او تاوانونه لري.

د شپې لخوا غسل کول

سرچینې وایي، هغه کسان چې په ګرمو اوبو غسل خوښوي باید د شپې لخوا غسل وکړي، ځکه چې ګرمې اوبه د وینې رګونو د پراخېدو له امله د وینې فشار ټيټوي، همدارنګه د بدن عضلات هم اراموي.

دغه راز د شپې لخوا غسل کول انسان ته د ستړیا احساس ورکوي، او په ژر خوب راتلو کې یې مرسته کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ستړې ورځ تېره کړي.

د شپې غسل ګټې یوازې دا نه دي، بلکې د شپې غسل کول بدن کې د خوب هرمون کوم ته چې «میلاټونین» ویل کیږي خوشې کوي. او هغه کسان چې د بدن پوستکی یې خوشک یا وچ وي د شپې غسل کول ورته ګټه کوي، ځکه چې د پوستکي طبقه په دغه وخت کې په اسانۍ سره نوې کیږي.

سهار غسل کول

له بلې خوا ورته سرچینو ویلي هغه وګړي چې د شپې لخوا ډير خوله کیږي باید سهار کې غسل وکړي، تر څو د خولې له ستونزو خلاص شي، ځکه چې ډیره خوله کول بدن بویناک کوي او دا د وګړو لپاره یو بد حالت دی.

دغه راز سهار غسل کول د وینې جریان چټکوي، ځکه چې اوبه (غوره ده چې سړې وي) بدن او ذهن یا عقل متحرک او ویخ ساتي، او په ښو مفکورو وړاندې کولو کې مرسته کوي، نو ځکه له کوم کار یا بل فعالیت څخه وړاندې غسل کول ګټور دي.

د غسل سربېره ددې وسایل لکه «جان پاک» بدلول هم اړین دي، باید په اوونۍ کې درې واره جان پاک بدل شي، څيړنې ښيي چې په تشناب کې د رطوبت هوا د باکتریاو په خپریدلو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x