افغانستان

یوناما د دویم دور ټاکنو لپاره احتیاطي تدابیر نیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وايي، ښايي  افغانستان ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او دوی آن  له اوسه احتیاطي تدابیر ورته نیسو.

د یوناما مرستیال «توبي لینزر» له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ویلي « موږ د احتیاطي پروګرام د تیارولو په حال کې یو، که چېرې د ټاکنو کمېسیون وښيي، چې هيڅ کاندید له پنځوس سلنه زیاتې رایې نه دي وړي، په هغه حالت کې به ټول ټاکنیز بنسټونه د دویم دور لپاره تیاری ولري.»

نوموړي زیاته کړه « که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، ملګري ملتونه به له ټولو ممکنه لارو استفاده وکړي څو د ټاکنو کمېسیون وکولای شي دویم دور ټاکنې ترسره کړي.»

د یوناما د مرستیال له قوله، نوموړي ته مناسبه نه ده، چې د ټاکنو په تړاو کوم ګمان خپور کړي؛ خو د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته باید فرصت ورکړل شي؛ څو ټولو شکایتونو ته لاسرسی وکړي او ویې څېړي.

یوناما داسې مهال د دویم دور ټاکنو لپاره احتیاطي تدابیر نیسي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، زیات شمېر شکایتونه جدي دي او کېدلای شي، پایلې ورسره په بشپړ ډول تغیر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : په هغه هیواد کی چه د وګړو شمیر یی ۳۵ میلونو ته رسیږی، په یو میلون رایو د یو جمهور ریس بریا په څو سلنه خلکو یعنی په اعشاریه دری سلنه خلکو جمهور ریس دی ؟ دوهم: که دا خپلواک هیواد وی د لمړی یا دوهم پړاو کی د یوناما څه کار دی چه امنیتی تدابیر نیسی حتی د ناظرینو په حیث هم باید شتون ونه لری دریم : یوناما یی څو میلونه خرڅ ولی بری کوی؟ په داسی حال کی چه دا هیواد د امریکایی او اروبایی لونډانو له خوا اشغال شوی ټاکنی په خپلواک هیواد کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x