افغانستان

عبدالله عبدالله: د کابل ښاریانو امنیتي اندېښنو ته دې پاملرنه وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): داسې مهال، چې په کابل ښار کې د جرمونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې، د ګډ حکومت نیم ونډه وال «عبدالله عبدالله» له امنیتي بنسټونو غوښتي، چې دې حالت ته دې پاملرنه وکړي.

عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « د کابل ښاریان په دې وروستیو کې امنیتي پېښو اندېښمن کړي، امنیتي بسټونه باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

عبدالله عبدالله داسې مهال له امنیتي بنسټونو د کابل ښار د امنیت هیله لري، چې په دې وروستیو کې په دې ښار کې جرمونه په بې ساري ډول زیات شوي، له خلګو څخه د وسلې په مټ د موبایلونو، بکسونو او نورو قیمتي شیانو اخستل ورځنۍ پېښې ګرځېدلي او په رڼا ورځ خلګ له وېرې سره ګرځي.

ددې لړۍ په تر ټولو تازه پېښه کې، تېره ورځ وسله والو د ښوونځي یو زده کوونکی د چاقو په واسطه وژلی وو او له هغه څخه یې شیان لوټلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x