
سامسنګ د ۲۰۲۰م کال پېل په دوه ارزانه مبایلونو وړاندې کولو سره وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سامسنګ ځیرک مبایلونو نړیوال شرکت د ډیرو افواهاتو او افشا شویو معلوماتو څخه وروسته بالاخره د ۲۰۲۰م کال پېل په دوه ارازانه ځیرک مبایلونو وړاندې کولو سره وکړ.
سامسنګ شرکت په تېر ۲۰۱۹م کال کې د وړاندې شویو مبایلونو ایس ۱۰ او نوټ ۱۰ ارزانه نسخې (ایس ۱۰ لایټ او نوټ ۱۰ لایټ) په هماغو ځانګړتیاو سره د وړاندې کولو وعده کړې ده.
د راپورونو له مخې په یادو مبایلونو کې ۶.۷ انچه ایمولیډ انفینیټي او ډیسپلی ورکړل شوې، چې د سیلفي کامره یې پاس د سکرین پر منځ ورکړل شوې ده.
ایس ۱۰ لایټ او نوټ ۱۰ لایټ به د ۶ او ۸ جي بي ریم سره د ۱۲۸ جي بي حافظه ولري، (چې د ۱ TB میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري)، دغه مبایلونه به د ۴۵۰۰ ملي امپیره غوره بیتري ولري.
ګلیکسي ایس ۱۰ لایټ به د سنیپ ډراګون شرکت ۸۵۵ پراسیسر، او نوټ ۱۰ لایټ به د سامسنګ شرکت خپل ایکسینوس ۸۹۵ پراسیسر ولري.
Introducing the all-new #GalaxyS10Lite and #GalaxyNote10Lite. #WelcometoGalaxy10
Get notified here:
Galaxy Note10 Lite: https://t.co/nPyKyDpKaW
Galaxy S10 Lite: https://t.co/3nPVNh6O9t pic.twitter.com/2YGoXfeW0H— Samsung India (@SamsungIndia) January 4, 2020
د دواړو مبایلونو شاته به درې کامرې موجودې وي، خو ترتیب یې له یوه بل څخه مختلف دی، ویل کیږي چې د ایس ۱۰ لایټ کامره به د نوټ ۱۰ لایټ په پرتله غوره وي.
په ایس ۱۰ لایټ کې ۴۸ میګا پېکسله کامره، ۱۲ میګا پېکسله د پراخې زاویې او ۱۲۳ ډګري لینزونو سره، او ۵ میګا پیکسله کامره د میکرو لینزونو سره ورکړل شوې ده، خو په نوټ ۱۰ لایټ کې دریواړه د ۱۲ میګا پېکسله کامرې ورکړل شوي دي.
ددې سربېره په دواړو مبایلونو کې د سیلفي ۳۲ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده.
تر دې دمه د سامسنګ لخوا د یادو مبایلونو د نرخ اعلان نه دی شوی، خو ویل کیږي چې د جنوري میاشتې په ۷مه نېټه به د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د یوه نندارتون له مخې یاد مبایلونه وړاندې شي چې بیه به یې هم په ډاګه شي.