دیني، سیرت او تاریخ

د صبر لغوي، اصطلاحي معنا او دصبر ډولونه

محمد نعیم ”حمزه“

وعن انس رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یقول: ”اِنَّ اللّٰهَ عَزَّ وَجَلَّ قَالَ: اِذَا ابْتُلِيْتُ عَبْدِيْ بِحَبِیْبَتَيْهِ فَصَبَرَ عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الْجَنَّةَ“ یرید عینیه.رواه_البخاري

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي، چې ما له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه اورېدلي دي هغه به فرمایل: چې الله تعالی فرمایي، چې کله زه یو بنده امتحان کړم په دوو محبوبو (خوښو شیانو) بیا دغه بنده صبر وکړي؛ نو په بدل او عوض ددې دواړو کې به زه دغه بنده ته جنت ورکړم. رواي وایي چې مراد له ”حبیبتین“ څخه عینین یعني سترګې دي.

محدثینو حضراتو دا حدیث په باب دصبر کې راوړی دی؛ نو دلته اول دصبر معنا لغوي، معنا اصطلاحي او اقسام دصبر لیکل مناسب ګڼم.

صبر په لغت کې حبس (بندولو) ته وایي او اصطلاح دشریعت کې صبر دېته وایي: ”حبس النفس علی طاعة الله، وعن المعاصي، وعلی المصائب“، یعني صبر دنفس بندولو ته وایي، پر طاعت دالله تعالی له ګناهونو او په مصیبتونو باندې.

له همدې اصطلاحي تعریف نه دصبر ډولونه هم جوت شول، چې اول صبر په طاعت او بندګي دالله تعالی کې دی، دویم صبر کول له ګناهونو څخه دی او درېیم صبر کول په تکلیفونو او مصیبتونو باندې.

یو کس ته بندګي دالله عز وجل سخته ده، خو دغه کس بیا هم دنفس نه مني او دالله تعالی اوامرو ته غاړه ږدې دې ته صبر علی الطاعة وایي، یو کس ته شیطان او نفس دګناه کولو امر کوي خو دغه کس دالله تعالی له وېرې او دا چې الله تعالی له ګناه کولو منعه فرمایلې، دنفس او شیطان نه مني او له ګناه کولو ځان ژغوري؛ نو دېته صبر عن المعاصي وایي او بل کس دی، تکلیف او مصیبت ورته رسېدلی، نوموړی فریاد او شکایت نه کوي او صبر کوي دېته صبر علی المصائب وایي.

محترمو وروڼو او خویندو موږ او تاسې په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې دارالامتحان ورته ویل کیږي؛ نو چې هر کله په موږ کوم غم، تکلیف یا په بندګي دالله تعالی کې سختي محسوس کړو یا دنفس او شیطان د وسوسو ښکار شو باید له صبر او استقامت کار واخلو، دالله تعالی بندګي په ښه توګه وکړو، په مصیبتونو او تکلیفونو له الله تعالی پرته بل چا ته شکوه ونه کړو او ګناهونه دالله تعالی درضا له پاره پرېږدو الله تعالی به مو له بې شمېره اجرونو برخمن کړي.

که ددې بر عکس عمل وکړو، الله تعالی مو دې ترې وساتي، بیا به له سختو عذابونو سره مخ شو او د جبار ذات حل مجده ګرفت ډېر سخت دی، الله تعالی دې موږ ته دصبرکولو توفیق رانصیب کړي آمین

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close