نظــر

نادوده پرېکړې، په زړه پوري ويناوې او جادوګر غږونه

ساجد عثماني

د وخت سره سمه لیکنه او لوستل يې هم ضروري بولم!

يهودو په خپل تاريخ کې له چالاکۍ،مکر او فرېب څخه کار اخيستی، او په ډول ډول توطيو کې یې مسلمانان غورځولي.

يهوديانو په ډېر مهارت سره هغه ټکو ته توجه کړي چې په ډېره اسانه د انسان یا د يوه مسلمان فکر نه ورته رسيږي، دوی په داسې انداز په خلکو کار کړی چې تر ډېرې مطالعې وروسته يې هم پيژندل ګران کار دی.
دوی په هر برخه کې داسې اشخاص وروزل چې په ډېره حیرانوونکي توګه یې په اسلامي مملکتونو کې تر دولتي امورو پوري ورسول او په داسې انداز يې راڅرګند کړل چې ګواکې همدا دوی به وي چې له اثره به يې ملک ترقي او پرمختګ وکړي، خو په باطن کې به داسې کړنې له ځانه سره لري چې يهودي مشران به ورته ګوته په عاښ پاتې کيږي.

يو له دې جملې څخه یې د داسې اشخاصو روزنه هم وکړه چې په خپلې زړه وړونکي وينا او جادوګر غږ به ولسونه د خپلو افعالو تابع کوي، او هر څه چې کوي یا يې وايې ولس به يې په پټو سترګو ورسره مني.

يهود وايي چې: مونږ بايد له داسې عصري وسلو څخه برخمن واوسو چې د دښمن پر وړاندې ډېرې اغېزمنې وي، ځيني وخت داسې هم پيښېدای شي چې زمونږ پرېکړې د خلکو پر وړاندې نادوده او ناانډوله وخيږي هغه وخت څه څه کول پکار دي؟

مونږ ته ښايي خپلو دعوو لپاره قانوني جواز وړاندې کړو، او يوه معقوله پلمه جوړه کړو، ددې موخې لپاره فصيحه ژبه او په زړه پوري ويناوو ته اړتيا ليدل کيږي، ترڅو خلکو ته دا ډاډ ورکولای شو چې زمونږ کړنه د اخلاقي ارزښتونو او قانوني ظوابطو سره سمه ده.

لکه په اوسني وخت کې د افغانستان مفکر چې په احساساتي ويناوو سره د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي، او پلويان يې هم په ډېرو تودو چکچکو بدرګه کوي چې ګواکې څه چې ته وایې هغه سم دي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عثمانی صاحب ! هو، مونږ سل به سلو کی ستاسی خبری تعقیبوو او تاییدوو یی. همداسی ده. وایی دجال به د خراسان له خوا چه د ایران شرق او افغانستان غرب کی موقعیت لری د اویازره ایرانی یهودانو به بدرګه ظهور کوی، لمړی به ټولی نړی او اخره کی به منځنی ختیزی په ځانګړی دول بیت المقدس خوا وشاته د یهودو او عیسویانو په ملاتړ راځی او اخری شیبو کی به یی عیسی ع مخه نیسی . مونږ نه پوهیږو چه مونږ به د اخری زمانی په کومو نښو او یا کومو مراحلو کی قرار لری ، تکنالوژی خو تر… نور لوستل »

احمد

ساجد عثمانی صاحب داسی ښکاری چی ځومثالونه نور هم درسره وی خو دفتنی د وجی یی نشی لیکلی خو زه وایم جرړه د هغه مثایلو ښودل پکار دی چی په اوږده واټن کی د امت منځ کی مشکلات رامنځته کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x