افغانستان

کابل: د پاکستان سفارت ناروغانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې راولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی، چې پاکستان ته د درمنلې په موخه تلونکو ناروغانو ته یې د وېزې د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې راوستې.

د پاکستان د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته ناروغان اړ نه دي، د پاکستان سفارت ته ورشي، بلکې یوازې پایواز کولای شي، د ناروغ د اسنادو په وروړلو سره ویزه تر لاسه کړي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، ناروغانو او د هغوی پایواز ته به د صحت ویزه ورکول کېږي او هغوی کولای شي، د ورځې له دریو بجو څخه تر پنځو بجو پورې سفارت ته مراجعه وکړي.

یاده دې وي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت د هغو سفارتونو له ډلې دی، چې زیات شمېر افغانان د ویزو اخستلو لپاره ورته مراجعه کوي، تر دې وړاندې ددې سفارت د وېزو اخستل ستونزمن کار وو، ناروغان او نور ویزه اخستونکي اړ وو، ان شپه د سفارت مخته په یخني کې سبا کړي او تر هغه وروسته د ویزې اخستلو او سفارت ته د ننوتلو فرصت ترلاسه کړي.

که څه هم په بیا، بیا داسې راپورونه ورکول شوي، چې ښيي د سفارت د باندې کمشنکاران له خلګو زیاته اندازه پیسې د رشوت په توګه اخلي او تر هغه وروسته هغوی ته د ویزو اخستنه اسانه کوي؛ خو حکومت  تر دې دمه په دې تړاو هیڅ ګام نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ډيره د شرم خبره ده ، پدی ۱۸ کلونو کی مليارډونه ډالر هيواد ته راغلل ، د ګران هيواد شتمنی لوټ سولی ، د هيواد مځکی او بيت المال غضب سو ، ځنی خلګ پکښی مليونر ، مولټی مليونر او مليارډران سول خو داسی معياری روغتون جوړ نسو چی زمونږ ناروغان د پيښور او د کوټی د رغتنونونو راوګرځوی او پخپل هيواد کی دڼنه یی علاج او درملنه وکړی او د درنو مصرفونو او د مسافری د ستونزو يی وژغوری . تف او لعنت دی وی پر داسی بيرحمه او مزدور دولت او ټول هغه چی د دی غلام دولت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx