
جان بس: له طالبانو سره باید سیاسی جوجاړی وشي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» وایي، افغانان دې یو موټي شي او د افغانستان د شخړې د سیاسي حل هڅه دې وکړي.
جان بس د خپلې مخه ښې د مراسمو په تړاو کړي ټویټ کې لیکلي « زما یوازینی ارمان دادی، چې عام افغانان او مشران یووالی نور هم ټینګ کړي، اختلافونه یوه لوري ته کړي او له طالبانو سره دمذاکراتو له لوري د افغانستان د سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي.»
د جان بس په قول، د افغانستان ښکلی هیواد له سولې پرته بل څه ته اړتیا نه لري او نوموړی هیله لري، چې دا هیواد بیا ځلې په داسې حال کې وویني، چې د تېر کال د اختر په څېر پکې سراسري سوله وي.
2/3 My earnest hope is for leaders and citizens across this country to find strength in unity, put aside their differences, and work together to negotiate a political settlement with the Taliban. Afghans and this beautiful country deserve nothing less.
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) January 6, 2020
د امریکا سفیر داسې مهال د افغانستان لپاره په یوه سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي، چې ددي هیواد مذاکراتي ټیم له طالبانو سره له څه مودې راپدېخوا د افغانستان د شخړې د سیاسي حل په موخه د خبرو بهیر روان ساتلی او تمه ده، د یوه توافق په امضاء کولو سره له دې هیواد څخه د خپلو عسکرو ایستلو ته لاره برابره کړي.
جان بس له ۲۰۱۷ میلادي کال راپدېخوا په کابل کې د امریکا سفیر وو، د نوموړي ماموریت پای ته رسېدلی او د ځینو رسنیو د راپورونو په اساس «رایس وېلسن» د نوموړې ځایناستې او د امریکا د سفارت شارژدافېره ټاکل شوې.
دا # خوسی بګواس وایی جوړ جاړی له چا سره؟ امریکه چی د ایران فوځی مشران وژلی شی آیا د طالبانو مشران نشی وژلی؟ ټول پدی پوه دی چی طالبان څوک دی او د چا لپاره جنګ کوی. خو افسوس چی دا د مرګ په خوب ویده ملت به څه وخت راویښ کیږی. هر ## او ## راغی په خپل وار سره د جهاد او اسلام په نوم یی ملت تباه کړ. تر پرونه روسان اشغالګر ول ولی اوس هغوی صلح طلب دی او امریکه اشغالګره ده. خپله سره یی خیټی غټی کړی په دوبی او مسکو کی چکرې وهی… نور لوستل »