افغانستان

امرالله صالح د ملي امنیت ځواکونو له لوري د جمعیت د قوماندان وژلو غوسه کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» د ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال «امرالله صالح» وايي، امر ستار یو برجسته قومي او له نفوذه برخمن شخصیت وو، چې د یوې پېچلې دسیسې په لړ کې د ملي امنیت ځواکونو وژلی.

امر عبدالستار، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له «دولت جوړوونکې» ډلې ملاتړ اعلان کړی وو، نن سهار د ملي امنیت د ځواکونو له لوري د کابل په خیرخانه کې له خپل زوی او دریو نورو کسانو سره یو ځای ووژل شو.

ویل کېږي، د نوموړي تر لاس لاندې کسانو خپلسري وسله وال فعالیتونه کول او په سیمه کې په چور او چپاول مشهور وو.

امرالله صالح د نوموړي وژل کېدو ته په غبرګون کې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې امر ستار یې همفکره ملګری وو او دی به یې په ټول توان سره قضیه وڅېړي.

صالح زیاته کړې « امر ستار د غولوونکو معلوماتو په بنسټ، د یوې پېچلې دسیسې په لړ کې د ملي امنیت ځواکونو وواژه.»

نوموړي ددې تر څنګ له اشرف غني مننه کړې، چې دې قضیې ته جدي دی، د امر ستار له کورنۍ سره یې غمشریکې کړې او د هغه د قتل د قضیې څارلو ته یې ځانګړی هیئت ټاکلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

صالح جان چیزی که در دیګ هست در چمچه هتمنأ بیرون می اید. بلاخره مهک خودت را نشان دادی که تو هم مانند ستار یک اوباش و جابر هستی. تنها در قصه جیب تان هستیند نه در غم پنجشر کوهدامن و یا شمالی. شمایان مردم باعزت پنجشیر ،دوستم ازبک های غیور را، غنی پشتون باغیرت را محقیق برادرهای هزاره را برای منافع شخصی خود ګروګان ګرفته. شما تنها نیستند. همسان شما در افغانستان زیاد هستند. مرغ کم ګ….شان کم. به امید روزهای که افغانستان از شر مجاهدین نامنهاد [دزد ها چورچباولګران ، ویرانکاران کابل وقاتلین مردم بیکناهای افغانستان] آزاد باشد.

سيد زرغون شآه آغا

ناصالح!
ته چى د يو اوباش, غل, چپاولګر مرګ په غوسه ګړى يي, نو ته هم همدا شى يي.

سيد زرغون شآه آغا

برادر محترم عظيمى!با عرض معذرت:
هتمنأ صحيح نيست.
حتماً صحيح است.
مهک صحيح نيست.
محک صحيح است.
اميد است معذرت مرا قبول کنيد.

عظيمی

مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x