افغانستان

د سختو واور او ورښتونو له امله د کابل کندهار لويه لاره کې سلګونه موټر او زرګونه مسافر بند پاتې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل کندهار پر لویه لاره ګڼو سيمو کې د واورو ورېدو او سختو ورښتونو له امله لویه لاره بنده  ده، چې له امله يې سلګونه موټر او زرګونه مسافر په سختو سړو کې بند پاتې دي او ژوند يې له مرګ سره مخ دی.

تر اوسه حکومت د دې خلکو او موټرو د مرستې لپاره کوم ګام نه دی اخيستی، د ښځو او ماشومانو په ګډون د زرګوندو بند پاتې مسافرو ژوند له ګواښ سره مخ دي.

د کابل او ميدان ښار ترمنځ ارغندي سيمه، همدارنګه په وردګو، غزني او ګڼ شمېر نورو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې سخت ورښتونه او واوره وريږي، چې له امله يې په ګڼو ځايونو کې لارې تړل شوي دي.

دغه مسافر او موټر چلوونکي وايي، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ګيله من دي، چې حکومت يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

د ورښتونو او واورو سربېره د کابل کندهار لویه د لويې لارې سړک ډېره برخه او لسګونه پلچکونه ويجاړ شوي، چې له امله يې د موټرو او مسافرو کړاوونو کې زياتوالی راغلی دی.

د کندهار د ترانسپورټ رياست مسافر وړنکو موټرو ته ويلي، تر څو، چې د کابل کندهار لویه لاره په بشپړ ډول نه وي پرانيستل شوي، تر هغو دې مسافر نه وړي.

د دې سربېره د سختو واورو له امله د پلازمېنې کابل او يو شمېر ولايتونو ترمنځ تړلې لارې هم بندې دي او د ژوند چارې تر ډېره په ټپه ولاړې دي.

د ميدان وردګو، لوګر، غزني، پروان، کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي وايي، د سختو واورو او ورښتونو له امله لويې لارې تړل شوي او که بېړنۍ مرستې ونه شي د ښځو او ماشومانو سربېره د زرګونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x