افغانستان

حکومت: تمه ده د طالبانو او امریکا مذاکرات بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): داسې مهال، چې د طالبانو او امریکا مذاکراتي ټیمونو په دوحه کې د خبرو بهیر پیل کړی؛ د کابل حکومت تمه لري، چې یاد مذاکرات به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» امریکا غږ ته ویلي «د افغان دولت او خلکو هيله دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تازه پړاو به د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیزي او د افغانانو غوښتنې ته چې د تاوتریخوالي او وینو بندول دي، درناوی وشي.»

د حکومت له لوري داسې مهال بین الافغاني مذاکراتو ته لېوالتیا څرګندېږي، چې د امریکايي مذاکراتي پلاوي مشر «زلمی خلیلزاد» له څو اوونۍ وقفې وروسته یو ځل بیا دوحې ته ستون شوی او د ځینو سرچینو په حواله، نوموړي د طالبانو د مذاکراتي ټيم له مشر«ملا برادر اخند» سره یې غیر رسمي ناسته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله الفاروقي

بادار جه وي نو غلام ( مريئ ) سره د خبرو كولو حاجت نشته

مقصد
تر سو جه امريكا اشغال وي

نو كابل بلواكي ادره
سره خبري كول به
د اسلامي تاريخ او بيا افغانستان تاريخ ته
د اسلامي امارت افغانستان
لويه خطايي وي

خلاصه : الله تعالى د وكري د اسلامي امارت فه خفل سياست باندي ثابت قدمي فاتي شي

نواب شاه ځدراڼ

موږ د دواړو خواو څخه دې ته په تمه یو، څو داسې پریکړه وکړي، چې د ټولو افغانانو په خیر تمامه شي او خدای نه خواسته داسې نشي چې د جګړې لمن توده شي او افغانان يې درد وګوري

محمدظاهر حلیمی

افغان حکومت اوطالب چارواکوځخه دمظلوم ملت هیله داده چی دسولی لپاره په پوره اخلاص ,دیانت په فضای کی کړنی ترسره کړی اوبهرنیانوته دلاس وهنی فرست ورنکړی چی دسولی په وړاندی خنډونه جوړکړی هغه کړی

الحاج استاذ بیانزی

افغان دولت هغه وی چه دافغانانو له خوا د افغانانو دخاوری، خپلواکی او نور ملی او دینی مقدساتو د څارنی او ساتنی د پاره جوړ شوی وی، کابل کی غلامه اداره د اشغالګرو له خوا د اشغالګرو د استعماری ګټو د پاره زمونږ بی ګناه او بی دفاع اولسونه وژنی دا کله هم افغان دولت نه شی کیدلی . دا چه طالب مشران د بین الافغانی مذاکراتو یادونه کوی د کابل غلامه اداره کی غلامان افغانان نه دی او ټول هغه غلامان چه په هر قوم او یا ګوند کی وی هغه افغانان نه دی او طالب مشران به یی… نور لوستل »

عبدالله

د بیانزی صاحب! د غلامی مشخصات سه دی؟ مثل، دبل په زور پر خلگو مسلط کیدل، د بل پلانونه خپل اولس باندی تطبیقول، د بادار د امر سره سم خپل اولس قتلول. ایا دا کارونه یوازی حکومت کوی خو طالب یی هم کوی هغه هم غلام ابن غلام دی. طالب فقط لفظی ادعا د اسلامیت کوی، ددی لپاره واضح دلایل شته چی دوی یوازی په محض دعوه خلگ غولوی. هغه سیمی چی دا ۲۷ کاله اکثریت وخت طالب پر حاکم دی کومه علمی، اقتصادی، صحی، تولنیزه او سیاسی لاس ته راورنه لری؟ د هلمند بغنی او باغران، د روزگان دهراود… نور لوستل »

اجمل

ولی ریښتیا خبری نکوی. کابل اداره دومره کمزوره مه بولی خو کچیری د طالبانو امریکانو سره سازش وی بیا هغه جدا خبره ده کنه نو د کابل اداره به هم تر کلونو نور له طالبانو سره وجنګیږی. ډیری طالب پلوه پدی فکر کی دی کچیری د امریکایانو سره موافقه وشوه بیا به کله چی طالبانو د مجاهدینو حکومت مات کړ همداسی به د کابل اداره هم ماته کړی ولی بی خبر لدی چی اوس هغه پخوانی افغانستان ندی او نه هم هغه پخوانی خلک چی د طالبانو په غاړه کی یی د ګلو امیل اچاوه. طالبانو دومره انتحاری وکړی چی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx