امريکا د ایران بهرنيو چارو وزير ته ويزه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): امريکا د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او ملګري پلاوي ته يې د ويزې له ورکولو انکار کړی دی.

فارن پاليسي خپرونې ليکلي، جواد ظريف غوښتل، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ناسته کې د ګډون لپاره نيويارک ته لاړ شي، خو امریکا ويزه نه ده ورکړې.

د فارن پاليسي په وينا جواد ظريف د قاسم سليماني د وژنې له امله د امريکا برید غندلی او امريکا ته يې ګواښونه کړي وو، چې له امله يې د ټرمپ ادارې نوموړي ته له ويزې ورکولو انکار کړی دی.

د رپوټونو له مخې د امنيت شورا په دې ناسته کې د امريکا له لوري د ایران سپاه پاسداران القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني او د عراق حزب الله ملېشو د مشر ابو مهدي المهندسي په وژنه بحث کيږي.

فارن پاليسي زياته کړې، چې امريکا ايراني ډيپلوماټانو ته د ويزو له ورکولو د انکار له امله د ۱۴۷ کال هغه تړون ماتوي، چې د ملګرو ملتونو د هر غړي هېواد استازي د ملګرو ملتونو ادارې اړوندو چارو لپاره نيويارک ته تللی شي.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي، ولسمشر حسن روحاني، د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف او ګڼو نورو چارواکو امريکا ته سخت ګواښونه کړي او پر امريکايي چارواکو يې سختې نيوکې کړي دي.

جواد ظريف امريکا ته د غچ اخيستو ګواښ کړی او په خپل ټويټر پيغام کې يې د جنرال سليماني د جنازې انځورونه خپاره کړي وو، چې زرګونو کسانو په کډون کړی و.

ايراني چارواکو ويلي، امريکا دې د سخت غچ په تمه اوسي او له اټومي تړونه د وتلو ګواښ يې هم کړی دی.

خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د نړۍ لومړی نمبر ترهګری يې وژلی او په وينا يې جنرال سليماني بايد څو کاله پخوا وژل شوی وای.

ټرمپ ويلي، له ایران سره د تاوتريخوالي د زياتېدو پلوي نه کوي، خو که ايران پر امريکايي هدفونو برید وکړ، په ایران کې ۵۲ مهم ځايونه په نښه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close