
د امریکا دفاع وزیر: له عراق د عسکرو د ایستلو پلان نه لرو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «مارک ایسپر» وایي، هیواد یې له عراق څخه د عسکرو د ایستلو هیڅ پلان په نظر کې نه لري.
ایسپر چې په واشنګټن کې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، وویل « موږ له عراق څخه نه د عسکرو د ایستلو او نه هم د عسکرو د ایستلو لپاره دتیاري پلان لرو.»
د ایسپر تر څنګ د امریکا د دفاع وزارت یو شمېر چارواکو «الجزيره» ته ویلي، چې له عراق څخه د عسکرو ایستل به د امریکا یوه تېروتنه وي، چې باید ونشي.
له عراق څخه د عسکرو د ایستلو راپورونه وروسته له هغه ردېږي، چې څو ورځې وړاندې ځینو امریکایي رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې ښودله يې امریکا له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پلان لري او په یاد هیواد کې يې خپلو ځواکونو ته امر کړی؛ څو هیواد ته د ستنېدلو لپاره تیار شي.
په ورته وخت کې، امریکا داسې مهال په عراق کې د خپلو عسکرو د ساتلو پلان لري، چې د عراق پارلمان د رایو په اکثریت سره د امریکايي عسکرو د ایستلو قرارداد منظور کړ او پر بهرنیو ځواکونو یې د سمدستي وتلو غږ وکړ.