هغه کس چې ټرمپ یې د سلیماني په وژلو قانع کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته جګپوړو امریکايي سرچینو ویلي ټرمپ ته د تیرو څو میاشتو راهیسي د قاسم سلیماني د وژنې غوښتنې راتلې خو نوموړي نه منلې.

د سرچینو په وینا د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر مایک پمپیو هغه کس وو چې د ټرمپ څخه یې په مکرر ډول د قاسم سلیماني په نښه کولو غوښتنه کوله خو ټرمپ ځنډوله، د ورځپاڼې په وینا تر پيښې وروسته ټرمپ ځکه اوس پمپیو ته دا دنده سپارلې چې په نړیواله سطحه او هیواد دننه کې د قاسم سلیماني د وژنې څخه دفاع وکړي.

د ورځپاڼې په وینا مایک پمپیو له هغه راهیسي د قاسم سلیماني په وژنې پسې وو، له کله نه چې ایران تېر کال ۲۰۱۹ کې د امریکا د هرمز سمندري تنګي سره یوه امریکايي ډرون الوتکه را وغورځوله، خو هغه مهال «حالات مناسب» نه وه بلل شوې.

او زیاتوي د ټرمپ په اداره کې د نویو ټاکنو او بدلونونو له امله، او همداسي نويو پرمختګونو له امله د پمپیو فشارونو بالاخیره نتیجه ورکړه او ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو امر ورکړ.

د ورځپاڼې په وینا پمپیو د ډرون الوتکې غورځېدو وروسته خفه وو ځکه چې امریکا هیڅ عکس العمل نه وو ښودلی، خو کله چې په عراق کې د امریکا قراردادي ووژل شو او بیا پر سفارت برید وشو، نوموړي خپل د مامورینو په شمول ټول امکانات په کار واچول تر څو ولسمشر ته قناعت ورکړي.

او زیاتوي: که څه هم دا د پمپیو لپاره یوه بریا بلل کیږي، خو داسي ښکاري چې د همدې پيښې له امله نوموړي خپل ټول «سیاسي ورقې» وسوځولې، ځکه چې په کور دننه او نړیواله سطحه یې سخت غبرګونونه را وپارېدل.

د ورځپاڼې په وینا په ورته توګه د د اوباما د وخت بهرنیو چارو وزیر هیلاري کلینټون هم هغه وخت سیاسي صدمه ولیده کله چې په کال ۲۰۱۲ کې په لیبیا کې امریکايي سفیر او نور سفارت کاران ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ امریکا د ایران پوځي جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په نښه کړ چې له امله یې دواړه هیوادونه د جګړې تر ډګره رسیدلي دي او د عراق پارلمان د حکومت څخه غوښتنه کړې چې امریکايي ځواکونه دي له هیواده وایستل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ټرامپ يې سخت تېر ايستلی دی.

کندهاری
میلمه
کندهاری

دغه اشرف غني، امر الله صالح، دوستم، عبدالله عبدالله، عطانور لافوک، کرزی چرسک، د هزاره وو ټول مشران او همدا امريکايانو ته تسليم سوي ډالرخواره پخواني طالبان او … ټول د امريکې ګټو ته تر سليماني اووه کوټي بتر او خطرناک دي. دغه کسان د خپل کثيف ژوند د يوڅه نور اوږدولو لپاره امريکايانو ته فريب ورکوي چي دلته ښکېل اوسي او دوی د دغي شيراوري غوا د غولانځي په رودلو سره څه نور هم چاغ سي او کوناټي وکړي. دا کسان نه د امريکې د ګټو په غم کي دي، نه د افغانانو او يوازي د خپلو ځانونو او… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

دا طراحی شوی، پروسه جریان لری چی هر یو د پروگرام خخه خلاف عمل وکی عکس العمل به وینی.مثالونه یی : جنرال عبدالرازق، مطیع الله، قهرمان، ملا منصور، ملا اختر محمد منصور، ملادادالله، مولوی عبیدالله. زه به یوه خبره وکم خو اوس یی مه منی هغه داچی کومه ورز چی دقطر میشت طالب چارواکی د امریکی سره تفاهم ته ونه رسیزی تاسو به یی گوری چی همهلته به یا نظر بند وی یا هم بل زای ته و تللو امر به ورته وشی او هلته به یی قتل کری، په ملا دادالله او ملااختر عثمانی یی همداسی وکرل. دوی د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

هدا اوس د کابل په وخت ۶ بجی د سهار ایران خپل Ballistic Missiles راکټونه پر عراق ورخوسی کړل. دا راکټونه په دوه مهمو ځایو کی لګیدلی دی چی یو یی هم هوایی ډګر دی. نو بیا