
د قطر پخوانی لومړی وزیر: ایران به د غچ اخیستلو لپاره عجله ونه کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): د قطر پخواني لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر حمد بن جاسم په سیمه کې پر وروستیو بدلونونو په خپله تبصره کې ویلي، په سیمه کې د لویې جګړې ګواښ نشته، تمه نه لري چې ایران به په عجله کې پرېکړه وکړي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: د ایران سره د خپلې پخوانۍ تجربې پر اساس ویلای شم، ایرانیان عموما په پریکړو کې د صبر څخه کار اخلي، دوی په یوه داسي جواب پسي ګرځي چې ددوی د اصلي ستراتیژې لپاره لاسته راوړنې ولري، دوی تر ټولو هغو کسانو هوښیاران دي چې ما ورسره لیدلي، دوی هیڅ کله په خپلو پریکړو کې عجله نه کوي».
في ضوء التطورات الأخيرة في المنطقة ، فأنا حتى الآن لا أتوقع مثل ما ذكرت سابقا نشوب حرب شاملة ولا أتوقع أن يقدم الإيرانيون على رد متعجل. وبناء على خبرتي السابقة معهم فأن الإيرانيين في العادة يتريثون ويبحثون عن الرد الذي يحقق مكاسب جديدة تخدم استراتيجيتهم.
— حمد بن جاسم بن جبر (@hamadjjalthani) January 6, 2020
او زیاته کړې: « زه ټوله ویره د خلیجي او عربي هیوادونو څخه لرم، لکه څرنګه چې مو لیدلي، دوی تل د پيښو سره عاجله پرېکړه کوي، دوی ته بیا دا مهمه نه وي چې دغه عاجله پرېکړه ورته تاوان کوي کنه، دوی چې د خپلو ولسونو د مصلحت لپاره ځانګړې ستراتیژي نه لري، یوازي دا ورته مهمه ده چې څرنګه د خپلو پاچاهانو کرسۍ وساتي، نور که ښکېل اړخونه هر رنګه پرېکړې کوي، دوی ته فرق نه لري».
حمد بن جاسم زیاته کړې: «کیدای شي ژر واورو چې عربانو یا خلیجي هیوادونو د وروستیو پرمختګونو په اړه عاجله غونډه را بللې، کولای شم چې حتی د هغې غونډې د پریکړه لیک په اړه تصور وکړم، خو زه ددوی څخه پوښتنه کوم چې تاسو به څه وکړای شئ؟».
حتى مع غياب موقف استراتيجي يحفظ مصالح شعوبهم في المنطقة، ويؤثر في أي قرار يتخذه الطرفان المتخاصمان.
فقد نسمع قريبا عن اجتماع عربي أو خليجي يعقد في ضوء التطورات الراهنة وكاد أتخيل فحوى البيان الذي سيصدر عن هذا الاجتماع، ولكني أسأل المجتمعين وقادتهم ماذا ستفعلون ياقوم؟— حمد بن جاسم بن جبر (@hamadjjalthani) January 6, 2020
د یادونې وړ ده چې د قاسم سلیماني د وژل کېدو وروسته ایران او ملاتړو شیعه ډلو یې په عراق او نورو دولتونو کې پر امریکایانو او امریکا پر ګټو د انتقامي بریدونو ګواښ کړی دی او داسي ویره شته چې د عراق په شمول ځیني هیوادونه به د ایران او امریکا تر منځ د نیابتي جګړې به ډګر بدل شي.