روغتیا

کوم وګړي د زیاتې «خولې» سره مخ کیږي او لامل یې څه دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په دې کې هیڅ شک نشته چې ډیره خوله راتلل د انسان لپاره یو ځورونکی او په ځینې ځانګړو ځایونو کې لکه کاري دفتر، ښوونځي، پوهنتون یا په نورو شخصي مجلسونو او فعالیتونو کې شرموونکې وي.

د همدې ستونزې د خلاصون لپاره ګڼ شمېر وګړي بېلا بېل عطرونه او وسایل استعمالوي تر څو خوله ددوی د شرم سبب ونه کرځي، خو استرالیایي څیړنې وایي چې د خولې زیاتوالی یا کموالی د وګړو نسل پورې اړه نه لري، بلکې میرمنې او سړي ګډ د یادې ستونزې سره مخ کیدلای شي.

دغه څیړنه چې د استرالیا په ولونګونګ پوهنتون کې ترسره شوې زیاتوي، چې د خولې اندازه او د بدن چاغوالي ترمنځ اړیکه شتون لري، دوی زیاتوي هر هغه وګړي چې وزن یې زیات وي که نارینه وي که زنانه عموما بدن یې زیاته خوله کوي.

یاده څیړنه په ۶۰ زده کونکو ترسره شوه چې ۳۵ یې نارینه او ۲۵ یې میرمنې وې، ددوی فزیکي فټنس او روغتیا یوه بل ته ورته وه خو د بدن چاغوالی یې له یوه بل مختلف و.

دوی ته په یوه داسې خونه کې د بېلا بېلو حرکتونو کولو سپارښتنه وشوه چې تودوخه یې مساوي وه، بیا یې د وینې جریان او د خولې وتل پرتله کړل.

څیړونکو وموندله چې د بدن چاغوالي د خولو په واسطه د تودوخي یا حرارت درجه په بدن کې دننه له لاسه ورکړه، خو برعکس هغه وګړي چې وزن یې کم و د تودوخې درجه یې سالمه وه ځکه چې بدن یې خوله ونکړه.

طبي پوهانو دې ته اشاره کړې چې مناسب وزن لرونکي د هر کیلو ګرام په نسبت پراخه سطحي ساحه لري چې په مرسته یې بدن په ښه شکل یخوالی مومي، خو برعکس چاغوالی بدن ته د یخوالي فرصت نشي ورکولی او د تودوخې درجه بدن کې له لاسه ورکوي، همدا لامل شي چې چاغ وګړي زیات له خولې سره مخ کیږي.

د زیاتې خولې خلاصون لپاره لومړی وزن کمول شرط دي، وروسته هغه خواړه په کار دي چې د خولې په کمولو کې مرسته کوي، لکه د مڼې سرکه، د لیمو شربت، (مالګه او لیمو)، تور چای، د خوړو سوډا، او داسې نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x