د نن سرلیکنه

ولې په کابل کې شپني عملیات؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

وړمه شپه د کابل ښار د خیرخانې مینې په لومړۍ حصه کې د ملي امنیت ځواکونو د سیمې د یوه سوداګر پر کور عملیات وکړل چې له امله یې د کور مالک ، د هغه زوي او دری تنه د هغه میلمانه و وژل شول.

ویل کیږي چې په یاد کور کې وژل شوی میلمه د آمر ستار په نوم د جمعیت ډلې یو پخوانی تنظیمي قومندان دی چې اوس مهال په ټاکنیزو غورځو پرځو کې د دولت ساز ټیم ملا تړی او د یاد ټیم د بریالیتوب په صورت کې د کاپیسا ولایت د ولایتي دندې د ورسپارلو ژمنه ورسره شوې وه.

دا په تیرو دریو اوونیو کې د هیواد په لویو ښارونو کې د دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو دوهمه خونړۍ پیښه ده چې د په نښه شویو کسانو ترڅنګ ولسي خلګو ته هم ورکې مرګ ژوبله اوړي او د عملیاتو له امله یې کورونه او شتمنۍ چور کیږي.

تر دې وړاندې امنیتي ځواکونو په مزار شریف کې د قیصاري د نیولو په پلمه پر یوه ګڼ میشتې ولسي سیمې د شوبلو او جنګي الوتکو په مټ برید وکړ چې له امله یې د قیصاري د څوتنو ملیشه په شمول ګڼ شمیر ولسي وګړي مړه او ژوبل شول، کورونه یې د دولتي ځواکونو لخوا لوټ او خپله قیصاري روغ رمټ جوزجان ته ورسول شو.

په کابل ، ننګرهار او مزار ښار کې پر دولت پلوي کسانو له دغه ډول عملیاتو نه څرګندیږي چې ګډ حکومت په ښاري سیمو د واکمنۍ او هلته د امنیت د تأمین امتیاز هم له لاسه ورکړی او دولتي تشکیلات مطلقا د سیالو جنګي ډلو لاس ته لویدلي چې په دغسي لا مسؤلانه ډول یو د بل خلاف کارول کیږي.

ځکه د خیر خانې په تازه پیښه کې چې د دولت پلوي قومندان په شمول (۵) تنه ورکې وژل شوی تر دوو ورځو تیریدو وروسته هم هیڅوک حاضر نه دي رسنیو ته د یاد برید د ترسره کیدو په اړه معلومات ورکړي.

په ښاري سیمو کې دغه ډول عملیات د دې ښکارندویه دي چې په کابل کې د دولت تر چتر لاندې خپلسري جنګي ډلې غواړي له دولتي صلاحیت او وسائلو څخه په استفادې سره په لیري پرتو سیمو کې د ترسره کیدونکو عملیاتو په ځای اوس هغه د کابل او لویو ښارونو په منځ کې د خپلو سیالانو په خلاف تر سره کړي ، د هغوی ترڅنګ ولسي خلګ و وژني ، شتمنۍ یې لوټ کړي او په دې ډول د خپل فاسد واک بقاء او تمدید ته زمینه برابره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

چیری چی قانون تطبیق کیدلای نشی هلته به خامخا د مرګ او زندګی تر منځ مسابقه روانه وی. کابل اداره پر ځینو حلقو په داخل د حکومت کی هیڅ کنترول نلری. غنی هم کله کله خبر نوی چی دا عملیات چا کړی او د څه لپاره یی دا کس یا کسان وژلی. د هغه غټ کار او تصمیم دا دی چی د څیړنی لپاره د یوه کمیسیون د ایجادولو امر وکړی. بیا ورسته کمیسیون هم ولاړ پر خپل کار پسی.

الحاج استاذ بیانزی

مننه دا تبصره دی تر دی ډیری کچی د منلو او ستایلو ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close