ټکنالوژي

په لسو ثانیو کې د غاښونو پاکولو ځیرک ماشین

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د غاښونو پاکوالی د ځینو وګړو لپاره ستونزه ګرځېدلې، د وخت نه موندلو پرمهال ترې داسې ژر ځان خلاص کړي لکه هیڅ ګټه چې نه لري.

د داسې وګړو لپاره یو شرکت داسې د غاښونو بریښنایي بورس چمتو کړی چې په یوازې لسو ثانیو کې بشپړ غاښونه پاکولی شي.

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې تېر کال د یوه الیکتروني نندراتون پرمهال فرانسوي شرکت «فاس ټيش» داسې ځانګړي د غاښونو بورس څخه پرده پورته کړه چې په لسو ثانیو کې غاښونه پاکوي.

که څه هم هغه مهال فکر کېده چې دا به یوازې د غاښونو بورس وي، خو یو کال وروسته شرکت دغه ماشین وړاندې کړ، چې د غاښونو بورس بشپړ کار ترې اخیستل کیږي.Image result for y toothbrush

په دې کې داسې ماشین نصب شوی چې د خوځښت یا وایبریشن په واسطه غاښونه پاکوي، د خوځښت لپاره درې ځایه ترتیب هم ورکړل شوی دی.

استعمال یې داسې کیږي چې د غاښونو کریم پرې واچوئ او بیا یې خوله کې کیږدئ، ماشین یې په تڼۍ وهلو وچلوئ، تر پنځه ثانیو یې لکه ژاوله خوله کې حرکت ورکړئ (وژویئ)، بیا يې په بل مخ واړوئ او پنځه ثانیې نور هم دغه عمل تکرار کړئ.

دغه ځيرک ماشین د چارجر په واسطه چارجیږي، چې خپل د غاښونو کریم هم لري، لومړی نرخ یې «۱۲۵» امریکایي ډالره ایښودل شوی، او د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid

چی په کابل کشی به پیداشی کنه؟

عبدالمالک همت

تر کومه ځايه چي زه معلومات لرم او پوهېږم بيا هم مسواکونه په تېره زموږ سيابندي مسواکونه چي د کندهار د ارګ په کتاب پلورنځيو کي هم پيدا کيږي ډېر تر ښه دي.

غ.حضرت

دا یو تجارتی تبلیغ دی البته فرق ئې د معمولی بُرس سره دادی چی د بُرس استعمال باید لږ تر لږه پنځه دقیقې وخت ونیسی او دا ماشین لس ثانئې وخت نیسی ( البته د هغوی د ادعا په اساس ) نور نو کوم خاص تمایز نلری. د تخنیک دنیا ده، سبا به واورو چی:
هغه غاښونه چی ماشین پاکوی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x