دیني، سیرت او تاریخ

کوم لمونځ غوره دی؟

محمد نعیم حمزه

له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه پوښتنه وشوه: کوم لمونځ غوره دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هغه لمونځ چې ولاړه یې اوږده وي.

وعن جابر رضي الله عنه قال: سُئِلَ رَسُوْلُ اللّٰهِ صلی الله علیه وسلم: اَيُّ الصَّلَاةِ اَفْضَلُ؟ قال: طُوْلُ الْقُنُوْتِ. رواه مسلم.
(المراد بالقنوت القیام.)

زما داسلام خوږو وروڼو او خویندو راځئ دنبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم همدا فرمان سر له نن څخه عملي کړو، که ولاړه اوږده نشو کولی؛ باید لمونځ خو په سمه توګه اداء کړو، دلمانځه ټول ارکان باید په اطمینان اداء کړو، ثناء، قرائت، تسبیحات او قعده په ارامه ارامه ولولو تر څو مو لمونځ په درګاه الهي کې منظور شي.

هغه کسان چې لمونځ په سمه توګه اداء کړي؛ له بدو کارونو نه به خامخا راګرځي او هغه کسان چې په ګناهونو او بې حیاء کارونو بوخت دي؛ توبه دې وکړي، الله تعالی ته دې رجوع وکړي او دخپل لمانځه اصلاح دې وکړي.

هغه وروڼه او خویندې چې لمونځ یې په سمه توګه نه دی زده، شرم دې نه کوي داسې کسانو ته دې ورشي چې لمونځونه ور زده کړي او په سمې طریقې د اداء کولو جوګه شي.

الله تعالی دې موږ او تاسې ته خپله خوږه رضا رانصیب کړي آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x