ایران: د سلیماني په جنازه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایراني رسنیو د راپورونو سره سم د ایران په کرمان ښار کې د قاسم سلیماني په جنازه کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د لومړنیو شمیرو له مخې ویل کیږي چې ۳۵ کسان په ټیلو ټمبو کې وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

دغه جنازه چې د سلیماني په پلارني ټاټوبي کرمان کې اخیستل کېده، په کښي په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو او پر ټولنیزو پاڼو کې په نشر شویو ویډیوګانو کې ټپيان او مړي ښکاري چې روغتیاپالان یې د را ټولولو او تداوي هڅه کوي.

په جنازه کې د ایران د انقلاب روحاني مشر علي خامنئ اعلامیه هم ولوستل شوه چې په کښي راغلي وه چې: «سخت غچ به د هغو مجرمانو په انتظار وي د چا پلید لاسونه چې د سلیماني او نورو شهیدانو په وینو لړلي دي».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د دی قوم شفاعت به څوک وکړی چی په مړو پسی يی داسی حال وی ؟ رسول الله(ص) خو ويلی چی داسی خلګ زما امتيان ندی .

اجمل
میلمه
اجمل

زمونږ قوماندانان چی وژل کیږی که د حکومت له لوری وی بیا یی طالبان څوک جنازی ته نه پریږدی او د طالبانو له طرفه وی بیا خلک د طیارو د بمبارد له ویرې هلته نه ورځی. د سلیمانی وژنه کی لوی درس پروت دی چی صرف د بصیرت سترګی یی لیدای شی. ګاونډی هیوادونو خپل جنګ د نورو په وسیله د خپلو سرحداتو نه ډیر لری ساتلی. هغوی هیڅکله جنګ په خپل ملک کی نکوی. د مثال په توګه: روسیه، هند، پاکستان، همداسی اوس ایران او امریکه. خپلو وطنو کی یی امن او امنیت دی خو نور یی د خپلو… نور لوستل »