
پاکستان: د سلیماني وژل کېدل د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز کولای شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، په منځني ختیځ کې زیاتېدونکي بحرانونه کولای شي، د افغانستان د سولې پر پروسه منفي اغېز وکړي.
قریشي، چې تېره ورځ یې د پاکستان پارلمان ته د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو او په دې برخه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې کولې، وویل « د منځني ختیځ مخ په زیاتېدونکي بحران کولای شي، د افغانستان سولې پروسه او په دې برخه کې د پاکستان پر هڅو منفي اغېز وکړي.»
نوموړي زیاته کړې « ځیني کړۍ، چې له وخته یې دا ډول شېبې ته انتظار کاوه، ښايي له دې فرصت ناوړه ګټه واخلي او د افغان سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.»
د قریشي په خبره، د افغانستان ثبات د پاکستان او ټولې منځني اسیا په ګټه دی.
قریشي داسې مهال د افغانستان د سولې پر پروسه باندې د منځني ختيځ د بحرانونو منفي اغېزو ته اندېښمن دی، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ د خبرو بهیر روان دی او داسې تمې شته، چې ښايي دواړه لوري توافق ته ورسېږي او په دې توګه د افغانستان کړکېچ ته یوه سیاسي حل لاره راوباسي.
قاسم سلیماني، د سپاه پاسداران د «القدس» څانګې مشر وو، چې تېره جمعه ورځ د بغداد ښار کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې برید وواژه.
د نوموړي د وژل کېدو په تعقیب ایران او امریکا دواړو یو بل ته د اهدافو د په نښه کولو ګواښونه کړي.
کله چى جناح پاکستان ته راغى. شيطان ور ته وويل:بړا بهاى اپ ايى اور مجه کوهى ضرورت نهى هى. دا قريشى هم لوى شيطان دى.