روغتیا

په غاښ کې د جوارو پولۍ ایساریدل د زړه عملیاتو لامل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): ځینې مهال کوچنۍ ستونزې مونږ ته د ستر زیان لامل شي، دغه ډول د یوه ۴۱ کلن برتاونوي اوسیدونکي «ایډم» په غاښ کې د جوارو پولۍ نښتې وه چې ویستل یې ورته ستونزمن شوي وو.

۴۱ کلن ایډن بهرني خبري اژانس ته ویلي چې دده په غاښ کې د جوارو پولۍ ونښته چې د ویستلو لپاره یې له بېلا بېلو لارو کار واخیست خو ونه توانېد دغه تکړه راوباسي، بالاخره یې په ډير کوښښ سره ورۍ هم ټپي کړې.

له یوې اوونۍ تېریدو وروسته ايډم د ستړیا احساس، سردردي او د نزلې ستونزو سره مخ شو، دغه ستونزې په وریو کې د انفیکشن یا التهاب له کبله هم رامنځته کیږي.

ډاکټر ته له ښودلو وروسته هم د ایډم په روغتیا کې بدلون رانغی، چې له هغې وروسته یې معاینه ترسره کړه.

د زړه سکین معاینې کولو څخه وروسته وموندل شوه چې د وریو التهاب یې د زړه والونه زیانمن کړی دي.

ډاکټرانو د نوموړي ۷ ساعته د زړه خلاص عملیات ترسره کړي، چې د زړه یو وال یې بدل شوی او بل یې د درملنې له لارې روغ شوی دی.

ګڼ شمېر داسې کوچنۍ ستونزې رامنځته کیږي چې د ناغیړۍ پرمهال د سترې ستونزې لامل کیږي او وګړو ته آن د مړینې لامل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close