افغانستان

امریکا د افغان سولې په برخه کې د «جان بس» هڅې ستایلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، جان بس د خپل دوه کلن ماموریت په مهال د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره هڅې کړي، چې دوی ورنه مننه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» په خپل ټویټر لیکلي «  جان بس په افغانستان کې دوه کاله د سفیر په حیث تېر کړل، زه یې له مثالي خدمت څخه منندوی یم، ده وکولای شوای یو سخت ډیپلوماتیک ماموریت مخ په وړاندې بوزي.»

نوموړي زیاته کړې «  جان بس د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره د امریکا هڅې مخ په وړاندې بوتلې او ما، ولسمشر ټرمپ او امریکا ته یې په زړه پورې خدمت وکړ.»

جان بس له ۲۰۱۷ میلادي کال راپدېخوا په کابل کې د امریکا سفیر وو، چې تېره ورځ یې په رسمي ډول خپل ماموریت پای ته ورساوه او امریکا ته ستون شو.

په کابل کې د نوموړي د ماموریت په مهال، افغانستان د ولسمشریزو او ولسي جرګې د ټاکنو او افغان سولې پروسې په څېر له مهمو چلینجونو سره مخ وو.

نوموړی به وخت ناوخت د ارګ د واکمن په رول کې راڅرګندېده او د افغانستان په موضوعاتو کې به یې د افغانستان د ولسمشر په حیث نظر ورکاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمر په ګوتو نه بټیږی،
که د ۵۰ لوندانو په غوبل که دا هیواد لا تر اوسه اشعال او مستعمره نه وی دا معنی چه نړی کی استعمار او مستعمری نوری نشته.
کابل کی لمړی جمهور ریس خلیلزادد ( امریکا زاد ) ، دوهم جمهور ریس د امریکا سفیر او ورپسی د ۵۰ اشغالګرو هیوادو سفیران او له هغه وروسته رولا غنی او بیا غلامان جمهور ریسان دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x