افغانستان

پاکستان: کوټه ښار کې چاودنې «اته» تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې، چاودنې «اته» تنه ټپيان کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، چاودنه د کوټې ښار په «میکانګي» روډ باندې د «ایف سي» ځواکونو یوه موټر ته نږدې شوې، چې په پایله کې يې اته تنه ټپیان شوي.

د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، د پېښې ځای ته یې ژغورونکې ډلې لېږلي او سیمه د پولیسو تر محاصرې لاندې ده.

ددوی په خبره، تر دې دمه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی او پولیس یې په تړاو څېړنې کوي.

بل لور ته د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر «میر ضیاءالله لانګو» پېښه په کلکه غندلې او په خبره یې، د هیواد دښمنې کړۍ د بلوچستان د حالاتو د خرابولو او د خلګو د ویرولو پلان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x