
د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټېل ماټېل له امله د سليماني د تدفين مراسم وځنډول شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۸ل): ایراني رسنۍ وايي، د جنرال قاسم سليماني په جنازه کې پنځوس کسان وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي، چې له امله يې د نوموړي د تدفين مراسم ځنډول شوي دي.
د ایران فارس خبري اژانس د بېړنيو خدمتونو د چارواکو له قوله ليکلي، د جنرال سليماني په جنازه کې د ټېل ماټېل او ګډوډۍ له امله لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي.
دا ټېل ماټېل د جنرال سليماني په پلرني ټاټوبي کرمان ښار رامنځته شوی او لسګونو زرو خلکو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.
د ایران د روغتيا وزارت چارواکو ويلي، د پېښې ټول وژل شوي او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې په قربانيانو کې د سړيو سربېره ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د ټېل ماټېل لامل څه دی، خو د ایران سپاه پاسداران وياند رمضان شريف ويلي، د سليماني د تدفين مراسم به کومه بله ورځ ترسره شي.
په کرمان کې د جنرال سليماني په جنازه کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي اعلاميه هم ولوستل شوه او د سپاه پاسدران ځواکونو مشر جنرال حسين سلامي د خپلې وينا پر مهال وويل، له امريکا به د خپل وژل شوي جنرال غچ اخلي او که امريکا بيا پر ايران برید وکړ، دوی به هغه ځايونه په خپلو بريدونو کې وسوځوي، چې د امريکا لپاره ډېر مهم دي.
تر دې وړاندې پلازمېنې تهران کې هم د جنرال سليماني په جنازه کې لکونو کسانو ګډون کړی و، خو هلته د خپرو شوو ويډيوګانو او انځورونو له مخې چا ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه و ويل شوي.