نړۍ

ایران: احمدي نژاد له یوي چاودني څخه روغ رمټ ووت

Mahmoud_Ahmedinijad_Iran_Nuclear_Plant_A_543x275(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۴) ایران: دایران د ناټانز په ښارکي دتیلو دتصفیی په یوه کارخانه کي هغه وخت چاودنه رامنځ ته شوه کله چي دایران اولسمشر احمدي نژاد له کارخاني څخه لیدنه کوله او دپټرولو دتصفیی دیوي څانګي په پرانیستلو باندي بوخت وو، ایراني چارواکي وایی چاودنه دتیلو دتصفیی په کارخانه کي دتخنیکي ستونځو له کبله رامنځ ته شوی ده چي له امله یی یو کس وژل شوی او له لسو څخه زیات ژوبل شوی دی، خو خپله احمدي نژاد ته په چاودنه کي کوم زیان نه ده رسیدلی.

احمدي نژاد له چاودني څخه لږ ګړی ورړسته پرټلویژیون باندي راښکاره شو او ملت ته یی دخپلي روغتیا ډاډ ورکړ.

له سیمي څخه عیني شاهدان وایی چي چاودنه ډیره زوروره وه او د ناتانز ښاریی ټول په دودونو باندي پټ کړ.

که څه هم چارواکو ویلي چي پیښه دتخنیکي ستونځو له وجي رامنځ ته شوی ده، خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چي پیښه ولی او څرنګه رامنځ ته شوه، امنیتي چارواکي وایی دپیښي دڅرګندوالي په اړه یوه څو کسیزه ډله ټاکله شوی ده ترڅو مالومه کړي چي چاودنه ولي په داسي یو نازک وخت کي رامنځ ته شوه چي دایران اولسمشر احمدي نژاد له کارخاني څخه لیدنه کوله.

بخت الرحمن بخت ………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x