ټولنیزه برخه

د ویښتابه په لاره کې هڅه کول

حسیب الله سجاد
که وغواړو چې په ژوند کې بریالي واوسو نو باید د ویښتابه په لار کې پوره هڅه وکړو او اسلامي امت باید له هغه څه سره آشنا کړو چې موږ یې په لاس کې لرو او د ښو او غوره کړنلارو په لوري یې لارښوونه وکړو او همدارنګه د وخت څخه د موخې لرونکې ګټې اخیستنې او غوره کړنلار جوړونې سره یې آشنا کړو.

دوکتور محمد امین شحاده وايي: نن ورځ عربي او اسلامي ټولنه تر هر وخت دې ته زیات ضرورت لري چې د وخت څخه غوره ګټه واخلي او د پلټنې په هڅه کې یې شي. ځکه دا په ډاګه ده چې زموږ ټولنه د وخت په ضایع کولو او لاسه ورکولو د ډېر بد برخلیک سره مخ شوې ده، د دې په وړاندې موږ غربي ټولنه وینو چې څومره له وخت څخه ګټه پورته کوي او وخت یو غنیمت شمېري وختونه یې منظم او ترتیب دي، خو په خواشینۍ سره چې مسلمانان خپل ګرانبیه وختونه ضایع او بربادوي او دا هغه څه دي چې د ننني وخت د مسلمانانو د ځوړتیا او پس پاتې والي لوی علتونه دي. نن موږ وینو چې مسلمانان د ژوند په ټولو اړخونو کې وروسته پاتې دي او دا وروسته پاتې والی د دې سبب شوی چې د مسلمانانو د هر اړخیز پرمختګ مخه ونیسي او مخه یې ډب کړي.

نن له ډېری کسانو او ډېرو ژبو اورو چې داسې وایي: «زموږ وخت ضایع شوی» او زموږ ډېر وختونه په بې‌ګټې کارونو کې بربادیږي او یا موږ داسې خلک هم وینو چې خپل وختونه په داسې کارونو کې لګوي چې د دنیا او آخرت د بربادۍ سبب یې ګرځي او یا هم له وخت څخه ګټه نه اخلي چې دا ټول په خپل ځای کې یو لوی زیان او تلپاتې تاوان دی.

کله چې له وخت څخه ګټه نه اخیستل کېږي نو د هغه لپاره ارزښت هم نه پاتې کېږي او یو لوی ناورین رامنځته کیږي، هیلې او امیدونه په اوبو لاهو کېږي او د انسان پرله پسې کلونه تېریږي؛ خو هېڅ مثبت اغېز د انسان په ژوند کې نه تر سترګو کیږي.

مسلمانانو په پخوا وختونو کې خصوصاً د اسلامي تمدن په زرینه دوره کې له وخت څخه پوره پوره ګټه پورته کوله چې په همدې سره یې د یو داسې ځلیدونکي تمدن بنسټ کېښود چې په ټوله نړۍ کې یوه نمونه ؤ او مسلمانانو د دنیا واک او رهبري په خپل لاس کې اخیستې وه او اسلامي تمدن د علم او معرفت یوه لویه سرچینه وه؛ خو د دې پر وړاندې په خواشینۍ سره چې نن د اسلامي ټولنې حال یو دردونکی حال دی چې مسلمانان په هرڅه کې یوې څنډې ته شوي دي.

حسیب الله سجاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x