د قاسم سليماني غچ؛ ایران په عراق کې پر امريکايي اډو توغنديز بریدونه کړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران سپاه پاسدران ځواکونو ويلي، د عراق په جنوب کې يې پر دوو امريکايي اډو د باليستيکي توغنديو بریدونه کړي دي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» هم منلې، چې ایران په الانبار ولايت په «عين الاسد» او «اربيل» امريکايي اډو له دولسو زيات توغنديز بریدونه کړي، خو تر اوسه د دې بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د سپينې ماڼۍ وياند سټيفي ګريشام ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر امريکايي اډو له برید څخه خبر شوی او د پېښې په اړه د ملي امنيت له شورا سره په سلامشورو بوخت دی.

د ايران سپاه پاسداران ويلي، دا بریدونه د امريکا په برید کې د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني د وژنې غچ و.

د ایران پر رسمي تلويزون د سپاه پاسدران په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «موږ د امريکا ټولو متحدينو ته خبرداری ورکوي، چا چې دغو ترهګرو ځواکونو ته اډې ورکړي، د ايران پر خلاف د برید په ځواب کې موږ په هر ځای کې امريکايي اډې او هدفونه په نښه کولی شو.»

دا بریدونه د قاسم سليماني له تدفين څو شېبې وروسته شوي دي.

تېره ورځ د ايران پارلمان په خپل قرارداد د امريکا پوځ د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ او له منځني ختيځه يې د امريکايي عسکرو د ايستلو غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې وړمه ورځ د عراق پارلمان هم د رايو په اکثريت د امريکايي عسکرو د ايستلو قرداد منظور کړی و.

خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې له عراقه د پوځيانو ايستل به تر ټولو خراب کار وي.

د عراق حکومت وايي، پنټاګون ورته د عسکرو د ايستلو په اړه يو ليک لېږلی، خو پنټاګون وروسته په بله اعلاميه کې وویل، چې دا ليک په تېروتنه خپور شوی دی.

په عراق کې اوسمهال له پنځو زرو زيات امريکايي پوځيان پراته دي.

امريکا تر اوسه د ایراني ميزايلو د ځواب په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د