افغانستان

امریکا: ایران د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا تر منځ د وروستیو جنجالونو په لړ کې، د امریکا متحده ایالاتو ایران تورن کړی، چې د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوي او په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره مرسته کوي.

د رويټرز خبري اژانس له قوله، دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو»  یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي ویلي « ایران د سولې لپاره په نړیواله او سیمه ییزه اجماع کې خپل ګډون رد کړی او له وسله والو ملېشو سره د مرستې له لارې یې د افغان سولې د بهیر په وړاندې د خنډونو جوړولو ته کار ویلی.»

پمپيو ددې تر څنګ پر طالبانو باندې تور لګولی، چې له ایران سره اړیکي پالي ؛ خو په خبره يې، د طالبانو دا ګام به د سولې پروسه ستونزمنه کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په منځني ختيځ کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د القدس څانګې د مشر «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته د ایران او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې.

ایران تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د سولې هغه پروسه ورته د منلو وړ نه ده، چېرې چې د کابل حکومت استازي شتون ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د کبر زامنو
مګر د ټرمپ په ټيوټ کې د ايران لاس وو،،،

له اوږدو مذاکراتو وروسته تاسو د هوکړې له لاسليک څخه تېښته وکړه.

اوس چې د سيمې حالات ستاسو پر ضد د پرمختګ په حال کې دي بهتره به دا وي چې ژر تر ژره زمونږ له وطنه کونه غوټه کړی او مخ مو ورک کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x