افغانستان

ارګ د امریکا او ایران تر منځ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): په منځني ختيځ کې د ایران او امریکا تر منځ د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په لړ کې، ارګ امریکا ته وړاندیز کړی؛ څو له ایران سره تاوتریخوالی را کم کړي.

دغه څرګندونې د ګډ حکومت یوه مشر «اشرف غني» د امریکا د دفاع له وزیر «مارک اسپر» سره د تلیفوني خبرو په مهال کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي« په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سیمې د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې د امریکا او ایران تر منځ د رامنځته شوې امنیتي ستونزې په اړه د بحث پرمهال وویل، د دې وخت را رسېدلی دی چې امریکا او ایران د تاوتریخوالي د له منځه وړلو پر لور ګام واخلي.»

ارګ داسې مهال د امریکا او ایران تر منځ د تاوتریخوالي کمېدلو ته په تمه دی، چې په بغداد کې د ایران د القدس ځواکونو د مشر «قاسم سلیماني» تر وژل کېدو وروسته د یادو شویو دواړو هیوادونو اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او دواړه لوري د یو بل د اهدافو د په نښه کولو ګواښونه کوي.

ددې لړۍ په تر ټولو تازه پېښه کې تېره شپه ایران د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو د باليستيکي توغنديو بریدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx