افغانستان

کابل حکومت بامیانو ته د قاسم سلیماني د ځایناستي د سفر په اړه څېړنې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو ادعاوو په اړه څېړنې کوي، چې ښيي د سپاه پاسداران د «القدس» څانګې اوسنی مشر «اسماعیل قاآني» د افغانستان بامیانو ولایت ته د ایران د مرستیال سفیر تر نامه لاندې سفر کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه بامیانو ته د قاآني د سفر څېړنو ته اړ کېږي، چې د بامیانو د پخواني والي «محمد طاهر زهیر» او اسماعیل قاآني د لیدنې انځورونه په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شول، دغه انځورونه د طاهر زهیر له رسمي فسبوک پاڼې یو کال وړاندې خپاره شوي وو.

له انځور سره په لیکل شوي متن کې کال وړاندې د اسماعیل قاآني نوم «اسماعیلي» یاد شوی او تر څنګ یې یادونه شوې، چې نوموړی د ایران د سفیر مرستیال دی او د بامیانو د والي لیدو ته ورغلی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان «بي بي سي» ته ویلي، ددې ادعاوو په اړه څېړنې کوي او غواړي وپلټي، دا سفر ولې او د کوم هدف له مخې بامیانو ته شوی وو.

د ادریس په خبره، دا یو ټکی واضح دی، چې اسماعیل قاآني هیڅکله په کابل کې د ایران مرستیال سفیر او ډيپلوماټ نه دی پاتې شوی.

بل لور ته طاهر زهیر وايي، کال وړاندې ورته له کابله تلیفون وشو او ورته وویل شول، چې د  ایران مرستیال سفیر دې ولایت ته سفر کوي.

د زهیر په قول، هغه مهال دې سړي ځان ورته اسماعیلي معرفي کړی وو او په بامیانو کې له ده سره تر لیدنې وروسته یې د یوه روغتون لیدنه هم وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

د الجزيري او cnnپه حواله
نن ايران په عراق کي په دو امريکايي هدو باندي د توغنديو بريد وکړ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x