افغانستان

حامد کرزی: امریکا افغان ولس د تروریزم په نامه بمباروي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، امریکا د افغانستان ته د پرمختګ په نامه راغله؛ خو له راتګ سره یې هره ورځ افغان ولس د تروریزم په نامه بمبارېږي.

کرزی، چې په تهران کې یې د «مجمع ګفتګو تهران» ناستې ته خبرې کولې، وویل « افغانستان اتلس کاله وړاندې له نویو هیلو سره راپیل شو، یو څو کلونه ښه تېر شول؛ خو وروسته سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ وشکېدې او د سولې لپاره د امریکا نیت هغسې ونه خوت، څه ډول چې افغانانو ورته تمه درلوده.»

د کرزي په قول، امریکا افغانستان ته د ثبات او سولې په نامه راغله؛ خو له تېرو اتلس کلونو راپدېخوا هره ورځ افغان ولس د تروریزم په نامه بمبارېږي، وژل کېږي او ملي حاکمیت یې تر پښو لاندې کيږي.

نوموړي ددې ترڅنګ د سپاه پاسداران د «القدس» څانګې وژل شوی مشر «قاسم سلیماني» ورور وباله، ایران ته یې د هغه د وژل کېدو تسلیت ووایه او له امریکا یې وغوښتل، څو د معقولیت لاره ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا د ### لونډګان خو تا راوستل.خاین وطنفروش

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x