ایران: د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ایران کې د اوکراین هیواد یوه مسافر وړونکې الوتکه د هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته غورځېدلې او د ۱۸۰ مسافرو او عملې برخلیک یې لا مالوم نه دی.

د فارس خبرې اژانس په حواله د اوکراین هیواد ۷۳۷ بوینګ ډوله الوتکه وروسته تر هغه وغورځېده کله چې د ایران د امام خمیني د هوايي ډګر څخه پورته شوه.

د الوتکې د غورځېدو علت تخنیکي بلل کیږي.

په ټویټر کې د پيښې په تړاو یوه ویډیو خپره شوې چې په کښي ویل کیږي الوتکې اور اخیستې او بیا پر ځمکه غورځې او لوی اور ښکاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د