
د قاسم سلیماني وژنه او پر موږ یې اغیز «پاته برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
په تیرہ لیکنه کې مو پر ھغو دلایلو مرور وکړ چې له مخې یې د امریکا او ایران تر منځ جگړہ په اوسنیو منحطو شرایطو کې په قوي احتمالاتو ناشوني کوي.
خو شرایط بدلیدای ھم شي، ضعیف احتمالات کله کله قوي کیدای ھم شي!
سرہ له دې چې ایران د جگړې په ډگر کې د امریکا نظامي انډول نه دی او ښایي چین یا روسیه یا دواړہ د جگړې په صورت کې د ایران مرستې ته را و نه دانگي خو بیا ھم ایران د لنډې او منځنۍ فاصلې میزائیل د امریکې نژدې نظامي اډې او په ځانگړي ډول د ټولو ناخوالو مور اسرائیل تھدیدولای شي!
که د ضعیفو احتمالاتو له مخې جگړہ ونښلي نو آیا پر موږ به یې اغیز وي؟ او که وي نو څه به وي؟
زہ یې په لاندې ټکو کې خلاصه کوم:
۱- دا امکان نه لري چې د گاونډي پر کور دې اور بل وي او ستا کور ته یې تاو او لوگی را نه شي.
د ایران او امریکا په نښته کې موږ خامخا اغیزمن کیږو
۲- امریکایان به د سولې او د افغانستان د اشغال پای ته رسولو پروسه وځنډوي، ځکه په افغانستان کې له موجودو اډو او په سیمه کې له نورو امریکایي اډو به جگړہ پر مخ وړل کیږي.
۳- لکه څنگه چې امریکا پخپل دښمن القاعدہ پسې افغانستان ته راتگ خپل قانوني حق باله، ھمداسې به ایران ھم په افغانستان کې پخپل دښمن امریکا حمله کول خپل قانوني حق بولي او حمله به پر کوي او په نتیجه کې به زموږ وطن د یوہ بل بالوکالة جنگ ( proxy war) میدان گرځي.
۴- د نړۍ تر ټولو ستر احمق مفکر چې د افغانستان ملي اردو د نیو یارک او واشنگټن د کوڅو ساتندویان بولي، به قانونا او شرعا د شکایت حق نه لري.
۵- موږ په ایران کې په لکونو کډوال لرو چې ځیني یې د روسانو د یرغل له وخته ھلته اوسیږي او ځینې یې د اوسنیو جگړو، بې کاریو او اقتصادي ستونزو له امله ھلته د حلال رزق په گټلو پسې تللي.
د جگړې له امله به د مھاجرینو د دې ډلې اکثریت خپل کارونه له لاسه ورکړي او ډیری به یې جبرا بیرته افغانستان ته راولیږل شي.
دا به د افغانستان لړزانه اقتصاد نور ھم پسې له ناورین سرہ مخ کړي.
۶- افغانستان په وچه کې ایسار ملک دی، د خپلو صادراتو او وارداتو لپارہ اړ دی چې پخپل مخ ډیرې لیارې خلاصې ولري.
له پاکستان څخه را وروسته د افغانستان تر ټولو اوږد سرحد له ایران سرہ دی.
د جگړې په صورت کې د ایران له لارې د مالونو لیږد را لیږد به ستونزمن شي چې منفي اثرات به یې په افغاني مارکیټونو کې نمایان وي.
۷-د افغانستان ھغه سیاسیون چې تر افغانستانه و ایران ته ډیر وفادار دي او نورې ډلې ټپلې چې په تورو او سرو کڅوړو کې یې د ایران نمک خوړلی، به فاطمینو او امثالھم ته افغان ځوانان تشویقوي.
بیا به مو ځوانان د سوریې سربیرہ په نورو محاذونو کې ھم د شیعه ایزم او یا پیسو لپارہ جگړې کوي.
نتیجه
د امریکې او ایران د جگړې اصلي طراح د اسرائیلو زایونست دولت دی. ھغوی ایران د لوی اسرائیل د جوړیدو په مخ کې خنډ بولي، ھمداراز د سعودي او اماراتو وھابیان چې شیعه کافر بولي ھم دې اور ته پکی وھی او دی ته یې پام نه دی چې که په دې سیمه کې اور ولگید، بیا به دوی ھم ترې په امان نه وي.
افغانستان چې اوس پس له څلورو لسیزو جگړو د سولې پر درشل د پل ایښودو په تکل کې دی، له داسې جگړو ډیر ژر منفي اغیزمن کیدای شي.
د امریکا د بھرنیو چارو وزیر پامپیو خو لا سر له اوسه د ایران او طالبانو د علایقو خبرې کوي. که جگړہ ونښلي، د سولې خبرې پر ځای دریږي او نه یواځې اوسنۍ جگړہ دوام پیدا کوي بلکې یو بل نیابتي جنگ مو ھم انگړ ته راځي.
په داسې حال کې چې دولت مو گوډاگی وي، چاروکي یې عیاش، فحاش، بې دینه غربي سیکولران وي، مرکزي دولت یواځې د ارگ په حرم سرای کې د خپل موجودیت اعلان کوي، اقتصاد مو په خیرات روان وي، په سیمه کې مو نورې جگړې تر ټولو ډیر منفي اغیز پر موږ ښندي.
نو ځکه د الله دربار ته لاسونه لپه کوم چې له دې سیمې د جنگ جگړو او اشغال کمبله پخپل خاص فضل او مرحمت ټوله کړي!
که یو ځل موږ د قوي مرکزي دولت څښتنان شو، پر خاورہ مو رښتینی اسلامي نظام حاکم شو، اقتصاد مو پر پښو ودرید بیا به تر ټولو مخکې زہ یواځې د ایران نه بلکې د پاکستان د ھلاکت دعا ھم کوم!
و ما علینا الا البلاغ
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۷/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن