افغانستان

بغلان: ۳۰ دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۰ دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي دي.

نوموړی وايي چې دېرش تنه پوليس او عسکر د حقايقو په درک کولو سره طالبانو ته ورغلي دي او د دعوت او ارشاد کميسيون له لوري د ارام ژوند ډاډ ورکړل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې ګڼ شمېر دولتي عسکر د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسون په هڅو له خپلو دندو لاس په سر کيږي او خپل عادي ژوند ته مخه کوي.

د بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم په کندز او بغلان ولايتونو کې لسګونه دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي وو.

طالبانو د تېر کال په کلني راپور کې چې ددرې ورځې وړاندې يې خپور کړی و، راغلي وو چې په تير يو کال کې۹۷۳۷ دولتي عسکرو خپلې دندې پريښي او طالبانو ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x