افغانستان

تېره یوه میاشت کې «۹۳۲» تنه حکومتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، یوازې په تېره میلادي میاشت «ډسمبر» کې «۹۳۲» تنه حکومتي کارمندان ددوی لیکو ته ورغلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  د حکومت له لیکو څخه ورغلو کسانو زیات شمېر وسلې او مهمات هم له ځانه سره طالبانو ته وروړي او تر څنګ یې له حکومت سره د اړیکې نه ساتلو، او د اسلامي  واکمنۍ د نفاذ په موخه له «مجاهدینو» سره د همکارۍ وعده کړې.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .»

یاده دې وي، چې طالبان د دعوت ، ارشاد، جلب او جذب په نامه د حکومتي کارمندانو د جذب لپاره ځانګړې اداره لري، چې هر کال په زرګونو دولتي کسان د حکومت له غېږي رابېلوي.

طالبان له حکومت څخه رابېلو شویو کسانو ته تود هرکلی وایي او دوی ته د سر او مال د حفاظت وعده ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

INSHALLAH, it looks like the victory day is not too far

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x