دیني، سیرت او تاریخ

د ګنهګارانو لپاره ستر زېری

محمد نعیم حمزه

حضرت ابي ایوب انصاري رضي الله عنه وایي، چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي هغه به فرمایل: که چېرته تاسې ګناهونه نه کولی؛ نو الله تبارک وتعالی به داسې مخلوق پیدا کړی وای، چې هغوی نه به ګناه کېدله، بیا به یې الله تعالی نه طلب دمغفرت کاوو؛ الله تعالی به بښنه ورته کوله.

وعن ابي ایوب الانصاري رضي الله عنه قال: سمعتُ رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: ”لَوْ لَا اَنَّکُمْ تَذْنِبُوْنَ لَخَلَقَ اللّٰهُ خَلْقًا یُذْنَبُوْنَ فَيَسْتَغْفِرُوْنَ فَیَغْفِرَ لَهُمْ“. رواه مسلم

دغه پورتنی حدیث مبارک دهغو مسلمانانو لپاره چې ګناهونه یې کړي دتسلیت له پاره کفایت کوي، مؤمن مسلمان باید دالله تعالی له رحمت عظیمه نه نا امیده نشي، خو هلته چې په صدق او اخلاص توبه وباسي، ګناهونه پرېږدي او دالله تعالی بندګي شروع کړي.

هوکې!
د شیطان له فریب څخه دې ځان ساتي، هسې نه چې په دې یې دوکه کړي، چې الله تعالی خو هسې هم (الغفور) او (الرحیم) ذات دی، دا درسته ده غفور او رحیم دی خو ولې یو صفت قهار هم دی او مؤمن باید په مابین دخوف (وېرې) او د رجا (امید) کې ژوند تېر کړي.

زما داسلام خوږو وروڼو او خویندو راځئ چې له الله تعالی څخه په خلوص نیت دخپلو ګناهونو بښنه وغواړو او دا عزم وکړو چې بیا به ګناه نه کوو ان شآء الله تعالی.

استغفرالله رب من کل ذنب واتوب الیه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close