نړۍ

ايران وايي، په عراق کې يې ۸۰ امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ايران دولتي تلويزون ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د ایران له لوري د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو د باليستيکي ميزايلو په بريدونو کې اتيا امريکايي عسکر وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي.

ایراني تلويزون دا معلومات د سپاه پاسداران د باوري سرچينو په حواله خپاره کړي، خو کره سرچينه يې نه ده ياده کړې او نه هم تر اوسه ايراني چارواکو په دې اړه رسنيو څه ويلي دي.

د ایراني تلويزيون په وينا په دغو تونديزو بريدونو کې ګڼ شمېر امريکايي چورلکو او نورو پوځي وسائلو ته هم زيانونه اوښتي دي.

د ايران سپاه پاسداران مشر قومندان جنرال حسين سلامي ويلي، دا بریدونه د امريکا په برید کې د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني د وژنې غچ و او که امريکا نور بریدونه وکړل، تر دې سخت ځواب به ورکړي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي، ایران د عراق په سويل کې پر «عين الاسد» او «اربیل» امريکايي اډو ۱۲ توغندیز بریدونه کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

اسوشيټيډ پريس د پنټاګون د چارواکو له قوله ليکلي، د دغو بریدونو له امله د اوښتو زيانونو ارزونه کوي او که امريکايي عسکرو ته کوم زيان اوښتی وي، ډېر لږ به وي.

د عراق حکومت او پوځ هم تر اوسه امريکايي عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د ایراني تلويزون د ادعا پخلی نه دی کړی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې بریدونو ته په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي، چې حالت عادي دی او عسکرو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

سپينه ماڼۍ واي، ولسمشر د پېښې په اړه د ملي امنيت شورا سره سلامشورې پيل کړي او نن چهارشنبه به په دې اړه رسنیو ته وينا وکړي.

ایراني چارواکو تر اوسه پر امريکايي اډو د بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسما څه نه دي ويلي، خو د سپاه پاسدران يوه لوړپوړي قومندان محس رضائي رسنيو ته ويلي، حکومت به په لنډو ساعتونو کې د امريکايي عسکرو د مالي او ځاني زيانونو په اړه معلومات خپاره کړي.

د چارو کارپوهان د اتيا امريکايي عسکرو د وژنې ادعا له مبالغې ډکه بولي، خو په عين حال کې د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه هم نه ردوي.

د کارپوهانو په وينا که په رښتيا هم اتيا امريکايي عسکر وژل شوي وای، امريکا به چټک غبرګون ښودلی وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x