
کندز: د طالبانو بريد کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کندز ولايت کې په امريکايي عسکرو د طالبانو بريد کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندز ولايت خان اباد ولسوالۍ توپخانه سيمه کې طالبانو په هغو امريکايي عسکرو بريد کړی چې يادې ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه راغلي وو.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ اړوند توپخانه سیمه کې په امریکایي اشغالګرو چې یادې سیمې ته د عملیاتو په نیت راغلي وو، برید وشو.
د برید په نتیجه کې ۲ تنه امریکایي اشغالګر قتل، ۲ نور ټپیان شول او یو هاوان یې له منځه لاړ.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 8, 2020
مجاهد وايي چې په دې بريد کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او همداراز يې يو هاوان هم له منځه تللی دی.
تر اوسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او د کندز چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تيره مياشت هم طالبانو په کندز ولايت کې يو امريکايي عسکر وواژه چې د نظامي دریشۍ د پاتې شونو عکسونه يې په خواله رسنيو کې ډېر لاس په لاس شول.
په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ځاني تلفاتو په اړه د طالبانو په کلني راپور کې راغلي وو چې په تېر کال په افغانستان کې ۵۰۹ امريکايي او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.