نړۍ

خامنه اي: ایران امريکا ته درنه څپېړه ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ويلي، امريکا سيمې ته جګړې او فساد راوړی او امريکايان بايد له دې ځايه وشړل شي.

د ایران پر دولتي تلويزون د مذهبي مشر په خپره شوې وينا کې راغلي، چې د سیمې ولسونه او منتخب حکومتونه د امريکا حضور نه مني او ټينګار يې کړی، چې «که موږ له ځواب ويلو لاس واخلو، امريکا به هېڅکله له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي.»

نوموړي زياته کړې، چې ایران امريکا ته درنه څپېړه ورکړه او دښمنان د ایران ولس درناوي ته ټيټ سترګي شول.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزير هم وويل، چې هېواد يې له امريکا څخه د جنرال قاسم سليماني د وژنې انتقام واخیست.

ایراني چارواکو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره شپه ايران د عراق په جنوب کې پر دوو امريکايي اډو له دولسو زيات توغنديز بریدونه وکړل.

ایران وايي، دا بریدونه يې د امريکا له لوري د قاسم سليماني د وژنې په انتقام کې کړي دي.

علي خامنه اي د ایران ولس ته په خپلې تلويزوني وينا کې د قاسم سليماني ستاينه وکړه، هغه يې د ايران د انقلاب د لومړۍ کرښې انقلابي او سرلاری وباله.

د خامنه اي په وينا، جنرال سليماني د ستر شجاعت او فکر خاوند و او په يوه وخت کې د سولې او جګړې نوميالی و.

نوموړي زياته کړه، چې سعودي غوښتل، د عراق تېل تر خپل واک لاندې راولي، خو سليماني د عراقي ولس تر شا ودرېد او عراق يې د سعودي له منګولو خلاص کړی.

هغه وويل، له دښمنانو سره به د دوی مخ کېدل همداسې روان وي او ایران بايد له سياسي، نظامي او اقتصادي پلوه پياوړی وي.

ایراني رسنۍ د سپاه پاسدران د سرچينو په حواله ويلي، چې د تېرې شپې په توغنديزو بریدونو کې يې اتيا امريکايي عسکر وژلي دي، خو امريکا او عراق د ایراني رسنيو د ادعا پخلی نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x