ورزش

راشد خان په بیګ باش لیګ کې د ویکټو هیټریک وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ مرغومي. ۱۳۹۸ل): د ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکي راشد خان د استراليا په بيګ باش ليګ کې د ويکټو هيټريک وکړ.

راشد خان چې د اډليډ سټرايکرز لوبډلې لخوا لوبيږي په ننۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۴ لوبغاړي وسوزول.

په یاده لوبه کې چې د اډلیډ سټرایکرز او سیډني سیکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د راشد خان لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې راشد خان سیال لوبډله له ستونزو سره مخ کړه، د ویکټو هیټریک یې وکړ خو په وروستیو کې یې لوبه وبایلله.

راشد خان د ډانیل هیوجز او جیمز وینس ویکټې د دویم اور په وروستیو دوه توپونو، او د جوردن سیلک ویکټه یې د ۳م اور په لومړي توپ واخیسته، په دې سره یې په بیګ باش لیګ کې لومړی هیټریک وکړ.

د روان ۲۰۲۰م کال په بیګ باش لیګ سیالیو کې راشد خان تر دې دمه ۱۲ ویکټې اخیستې دي، او د تکړه توپ اچونکو ترمنځ په دریم نمبر دی.

باید وویل شي چې راشد خان په ټولو شل اوریزو لوبو کې خپل دریم هیټریک وکړ، له دې وړاندې یې د ایرلینډ پر وړاندې په نړیوالو سیالیو کې، او د ویسټ انډیز په کربین تجارتي سیالیو کې هیټریک کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close