افغانستان

فراه: د هليکوپټر د غورځېدو له امله دوه پيلوټان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): په فراه ولايت کې د ملي يوه هليکوپتر غورځېدلې چې په نتيجه کې يې دوه پېلوټان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د ملي اردو يوه M-35 ډوله هليکوپټر چې د فراه ولايت له مرکز څخه ددې ولايت پرچمن ولسوالۍ ته په لاره وه غورځېدلې ده.

د ملي دفاع وزارت هم د هليکوپټر سقوط منلی او د وزارت په فيسبوک پاڼه خپاره شوي خبر کې راغلي چې هليکوپټر د تخنيکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

د وزارت په پاڼه د خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دا په روان زېږديز کال کې لومړۍ هليکوپټر دې چې سقوط کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x