افغانستان

سادیو مانی د افریقا د ۲۰۱۹م کال غوره لوبغاړی ونومول شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د لیورپول کلب لوبډلې تکړه مسلمان لوبغاړی سادیو مانی د افریقا د ۲۰۱۹م کال غوره لوبغاړی ونومول شو.

مسلمان لوبغاړی سادیو مانی د بېوزلو اتل او ځانګړی خاکسار دی، په ۲۰۱۹م کال کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې بالاخره یې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه نېټه د غوره لوبغاړي په لمانځغونډه کې کومه چې په مصر کې ترسره شوه، سینیغالي فوټبال ستوري سادیو مانی خپل نوم د سرو زرو په لیست کې ثبت کړ.

سادیو مانی د کال غوره لوبغاړي لپاره په سیالۍ کې خپل د لوبډلې ملګری محمد صلاح، او د مانچسټر سیټي لوبډلې الجزایری مسلمان لوبغاړی ریاض محرز وروسته کړل.

سادیو مانی د سینیغال هېواد له یوې کوچنۍ سیمې (سیدیو) څخه خپل سفر پېل کړی چې په ۱۹۹۲م کال کې زیږیدلی او په یوه دینداره کورنۍ کې لوی شوی دی.

د سادیو مانی پلار په سیمه کې د مسجد امام و، خو په خپله یې د ژوند زیاته برخه د مالي ستونزو له کبله د خپل تره کره تېره کړې ده.

د ۲۷ کلن سادیو مانی پلار او تره به دده لپاره د خپلو فصلونو څخه ترلاسه شوې پیسې خرڅ کولې تر څو نوموړی د سینیغال پلازمینې دکار ته واستوي او یو غوره فوټبالر ترې جوړ شي، وروسته له ډیرو سختیو او ستونزو وروسته سادیو مانی نړیوال فوټبال ته لار وموندله.

په ۲۰۱۶م کال کې د انګلستان مشهورې کلبي لوبډلې لیورپول سادیو مانی د ۴۰ ملیونه یورو په بدل کې راونیوه، چې اوس د لیونل میسي ترڅنګ د نړۍ یو له غوره ستورو څخه شمېرل کیږي.

سادیو مانی د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م پړاو سیالیو کې ټولې د خپل هېواد او کلبي فوټبال لوبډلې لیورپول په ګټه ۶۱ سیالۍ ترسره کړي چې ټول یې ۳۴ ګولونه وهلي او ۱۲ ګول پاسونه ورکړي دي. دغه راز نوموړي په روان کال کې تر دې دمه ۱۳ ګولونه وهلي دي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کالونو کې د مصر لوبډلې غوره لوبغاړي محمد صلاح د افریقا غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې وه، خو په ۲۰۱۶م کال کې د الجزایري لوبغاړي ریاض محرز په نوم وه.

د فوټبال ترڅنګ، مانی د بشریت یو غوره سمبول هم دی، برتانوي ورځپاڼې «صن» سادیو مانی د نړۍ تر ټولو عاجزه لوبغاړی یاد کړی، دوی دغه خبره له هغه ویدیو وروسته کړې چې مانی د یوه کارکونکي سره په اوبو بوتلونو وړلو کې مرسته کوي.

یوازې دا نه، بلکې سادیو یو ځل په خپله مرکه کې وایي، «زه د لس فراري موټرو، ګران بیه ساعتونو او د ځانګړې الوتکې درلودلو شوقي نه یم، زه غواړم په خپلو ګټلو پيسو د خلکو خدمت وکړم، په خپله مې ټول وخت فوټبال ته ورکړ زده کړې مې نه دي کړي خو اوس غواړم په خپله سیمه کې مدرسې، پوهنتون، روغتون، لوبغالي او نورې اسانتیاوې برابرې کړم، بې وزلو او غریبو ته جامې واخلم او خواړه ورته برابر کړم».

دا لومړی وار نه دی چې مسلمان لوبغاړی سادیو مانی د خپلو ښو اخلاقو ښودنه کوي، بلکې له دې وړاندې نوموړي د انګلستان غوره لیګ سیالیو پرمهال د لیورپول ښار په یوه مسجد کې د نورو کارکوونکو سره یو ځای د مسجد تشنابونه پاکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x