نړۍ

انډيپنډينټ ورځپاڼه: ایران پر امريکايي اډو توغنديز بریدونه د واشنګټن په مشوره کړي او مرګ ژوبله نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د برتانيې انډيپينډينټ ورځپاڼې د عراق د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، ایران تېره شپه د عراق په جنوب کې د امريکا پر دوو پوځي اډو تر شوي بریدونه د واشنګټن په مشوره کړي، ځکه خو مرګ ژوبله هم نه لري.

ورځپاڼې د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، ایران او امريکا د يوه عربي دولت په منځګړيتوب دوه ورځې مخکې هوکړه کړې وه، چې ایران به پر امريکايي اډو توغنديز بریدونه په دې شرط کوي، چې مرګ ژوبله به نه پېښوي.

د سرچينې په حواله ښايي داسې پرېکړه شوي وي، چې امريکا خپلې پوځي اډې خالي کړي او ایران همدا ځايونه په نښه کړي.

ایراني رسنيو د سپاه پاسدارن د سرچينو په حواله ويلي، په دغه برید کې اتيا امريکايي عسکر وژل شوي، خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، دوی په سيمه کې قوي پوځ لري او کوم زيان نه دی ور اوښتی.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، د دې بريد په مرسته يې له امريکا د قاسم سليماني د وژنې غچ واخيست.

د چارو کارپوهان د جنرال سليماني له وژنې وروسته د ایران او امريکا روانو ناندريو ته د شک په سترګه ګوري.

د الجزيرې تلويزون د سياسي پروګرام «الاتجاه المعاکس» چلوونکی دوکتور فیصل قاسم وايي، امريکا ایران ته زرغون څراغ ورکړی و، تر څو په سوريې، لبنان، عراق او يمن کې خپل نفوذ پراخه کړي او د قاسم سليماني د وژنې په بدل کې ټوله سيمه د ایران په واک کې ورکړي.

د عمر ساري په نوم د چارو کارپوه ويي، ایران د بې پيلوټه الوتکې په مرسته د سعودي د تېلو دولتي چاڼځايونه په نښه کړل او له کاره يې وغورځول، خو پر امريکايي اډو توغول شوو توغنديو هېڅ مرګ ژوبله نه ده پېښه کړې.

د کارپوهانو په وينا ايران غواړي د تېرې شپې توغنديزو بریدونو پر مټ د ایران ولس غوسه راکمه کړي او په رښتيا به د امريکا او ایران ترمنځ کومه ستره شخړه رامنځته نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

شیعه ابن سبه الیهودی
خر سپی دلیوه ورور ده.
ایران دامریکا اجرتی قاتل ده،چه هدف یی د سنیانو ختمول دی.
بلک واتر
داعش
غنی اجرتی قاتل
فاطمیون
ایرانی مجوسان
داتول پارتنران دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x