افغانستان

پکتیا: د چورلکې د لوېدو له امله د امنیه قوماندان په ګډون لس تنه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د دولتي عسکرو د یوې الوتکې د لوېدو له امله لس تنه ټپیان شوي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، الوتکه د پکتیا په مرکز ګردیز کې لوېدلې، چې په پایله کې یې د امنیه قوماندان په ګډون لس تنه ټپیان شوي.

بل لور ته د کابل حکومت د دفاع وزارت بیا د چورلکې «سقوط» بېړنۍ ناسته یاده کړې او ادعا یې کړې، چې په پېښه کې هیچاته زیان نه دی رسېدلی.

له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي «نن وروسته له غرمې یوه بجه، د هېواد د ملي اردو یوه MI17 ډوله هلیکوپټر چې “ګردېز” ښار کې يې د ۲۰۳ تندر قول اردو له هوايي ډګره پرواز کړی و، د لوړېدو په حال کې يې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.»

یاده دې وي، چې همدا نن ورځ هم په فراه ولایت کې د دولتي ځواکونو یوې چورلکې سقوط کړی وو او دوه تنه پیلوټان پکې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له دی دوه ستونزو څخه به یوه خامخا یادوی
لمړی : د هوا د خرابوالی له امله
دوهم : د تخنیکی ستونزو له امله
دریم: دا هم ورسره وایی چه ټول روغ رمټ دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x