افغانستان

 د ننګرهار مات شوي داعش جنګیالي کونړ ته لېږل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کونړ ولایت والي وايي، ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر زرو زیات داعش جنګیالي، چې بهرني وګړي هم پکې شامل دي؛ فعال دي.

طلوع نیوز د کونړ د والي «عبدالستار میرزکوال» له قوله لیکلي « زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې په کونړ کې د پنجابي، بنګله دیشي، عرب او ایراني جنګیالیو په ګډون ۱۲۰۰ داعش جنګیالي په څلورو ولسوالیو کې  فعال دي.»

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، زیاتره داعش جنګیالي په ننګرهار کې تر ماتې وروسته کونړ ته راغلي او د غرونو په سرونو یې ځای نیولی.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې په ننګرهار کې طالبانو د داعش ډلې ته ماته ورکړه، ددې ډلې زیات شمېر جنګیالي یې ووژل؛ خو  پاتې یې دحکومت له لوري د چورلکو په بدرګه د ننګرهار مرکز ته یووړل شول.

هماغه مهال د ولسي جرګې یو شمېر غړو اعتراف وکړ، چې په ننګرهار کې د طالبانو له منګولو خلاص کړل شوي جنګیالي د کونړ په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د وسله وال فعالیت په موخه منسجم کېږي.

د وکیلانو په خبره، حکومت دا ډله تمویلوي، څو د طالبانو مقابله ورباندې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په کار داوه چه د کنړ د غلام والی د داعشیانو شمیره تقریبی ویلی وی یعنی ویلی یی وی چه زر دوه زره داعشیانو د کنړ په غرونو ځای په خای شوی راسا د ۱۲۰۰ دعشیانو یادونه دا معنی لری چه دغه داعشیان نه بلکه اربکیان دی او بیا دا جه پنجابی، ایرانی، عرب او بنګله دیشی داعشیان دی دوی څه خبر شو دومره سره نزدی وو او دی چه له رنګه یی وپیژندل. وایی [ دروغجن حافظه نه لری دا چه ننګرهار کی یی داعشیان وژلی وو دا هم دروغ دی ، مګر دا چه د طالبانو وژنی ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x