نړۍ

پخوانی امريکايي ډيپلوماټ: د تهران او واشنګټن جګړه د افغانستان سولې بهير ځنډولی شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا او ایران ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي له امله يو شمېر پخواني امريکايي ډيپلوماټانو اندېښنه ښکاره کړې، که د داوړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی زيات او جګړه پېښه شي، د افغانستان سولې بهير به ورسره زيانمن او ځنډنی شي.

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخواني استازي ريچرډ اولسن له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، ایران به په افغانستان کې امريکايي هدفونه په نښه نه کړي او که د امريکا او ایران ترمنځ نښته ونښلي، ورسره به د سولې روان بهير زيانمن شي.

ريچرډ اولسن زياته کړې: «که موږ له ایران سره په اوږدمهالې جګړه کې ونښلو، هغه مهال به متحده ايالات د ایران د ګواښونو پر وړاندې په افغانستان کې خپل قوي حضور اړين وبولي او که داسې وشي، نو د سولې بهير به ورسره پای ته ورسيږي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو کې د ایران او طالبانو د اړيکو يادونه کړې ده.

ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې ایران به له طالبانو سره په جګړو کې مرستې وکړي او کېدای شي د طالبانو په عملياتو کې توندوالی راشي.

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی څارنوال او د سولې چارو فعال جلال الدين شينواري ويلي، له ایران سره د طالبانو اړيکې هېڅکله په دې معنا نشي کېدای، چې ایران به پر طالبانو اغېز ولري، بلکې طالبان په خپله کړنلاره کې خپلواک دي او هڅه کوي، چې د سولې خبرې په بريا سر ته ورسيږي.

د بي بي سي مخکښ خبريال او نطاق داود اعظمي هم په دې اړه په خپل تحلیل کې ويلي، ښايي د امريکا او ایران د تاوتريخوالي له امله د سولې بهير وځنډيږي، خو په وينا يې په عين حال کې دا احتمال هم شته، چې امريکا په سيمه کې خپلې ستونزې راکمې کړي او په لنډ وخت کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x